هندوکشغږ ته د امنيتي سرچينو د رسېدلو معلوماتو له مخې بېګا شپه شاوخوا ۷:۱۰ بجې د پروان ولايت جبل السراج ولسوالۍ اړوند د بهادر بیک خیل ګلبهار کلي کې د شر او فساد ډلې (آزادۍ جبهې) درې تنه غړو چې د فايض په نوم کس یې مشري کوله غوښتل یې ماین ځای پر ځای کړي چې د پروان ولايت امنيتي ځواکونو یې همغه شېبه پر ضد عمليات ترسره کړي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې د امنيتي ځواکونو د عملياتو په پایله کې دوه تنه فايض د سید احمد زوی او د فضل احمد لمسی، د کاپیسا ولایت د حصه اول ولسوالۍ د پشته خېلو د کلي اوسېدونکی، او سالم د غلام فاروق زوی او د عبدالسلام لمسی، د کاپیسا ولایت د حصه اول ولسوالۍ د کلان اشترګرام کلي پخوانی او د کابل ولایت د ۱۵مې ناحیې فعلي اوسېدونکی له امنيتي ځواکونو سره له څو دقیقو جګړې وروسته وژل شوي.
سرچينه زياتوي چې له وژل شويو دوه تنو څخه يوه حلقه ماين او یو میل کلاشینکوف هم ترلاسه شوي او یو بل تن چې له ځانه سره یې کلاشينکوف درلوده او هویت یې معلوم نه دی له سیمې تښتېدلی.
د سرچينې په وينا؛ په يادو عملياتو کې امنيتي ځواکونو ته کوم زیان نه دی رسېدلی.