د روسیې دفاع وزارت په خپل اونیز راپور کې ویلي چې، ځواکونو یې په دونتسک سیمه کې پرمختګ کړی او له اوکرایني ځواکونو څخه یې ۵ نوي ښارګوټي او کلي تر خپلې ولکې لاندې راوستي.
روسیې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ میاشتې له ۲۴ نیټې راهیسې پر اوکراین پراخ ځمکني او هوایي بریدونه پیل کړي چې په ترڅ کې یې ډېرې سیمې تر خپلې ولکې لاندې راوستي دي.