د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې، د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ، ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا پنځو میلیاردو افغانیو په ارزښت د ۲۷ پروژو قراردادونه منظور او د اتو نورو پروژو قراردادونه تعدیل کړل.
خبرپاڼه کې وړاندې راغلي چې په منظور شویو او تعدیل شویو پروژو کې د غزني ولایت د سلطان بند بیارغونه، په کابل ښار کې د تهیه مسکن د دوهم نمبر بلاکونه، د لوګر او کندهار ولایتونو د استیناف محکمو تعمیرونه، د کابل ښار یوشمېر داخلي سړکونه، په مختلفو ولایتونو کې د اړتیا وړ برېښنايي وسایل او یوشمېر نورې پروژې شاملې دي.
له اقتصادي معاونیت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یادې پروژې د اسلامي امارت له خوا تمویلېږي.