د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یاد وزارت وزیر مولوي امیرخان متقي د بهرنیو چارو وزارت په کوربهتوب «له نشهيي توکو سره د افغانستان اسلامي امارت مبارزه، واقعیتونه او لاسته راوړنې» تر عنوان لاندې غونډه کې ویلي، چې په ګاونډیو هېوادونو کې د نشهيي توکو پراخ کښت او قاچاق د افغانستان لپاره د اندېښنې وړ دی او که نړیواله ټولنه یې د مخنیوي لپاره اقدام ونهکړي، د نشهيي توکو پر وړاندې مبارزه به نیمګړې پاتې شي.
د وزارت په وینا ښاغلي متقي د نشهيي توکو د کښت، تولید، پروسس، قاچاق او استعمال د منع کولو په اړه د مشرتابه د ۳۱مې ګڼې فرمان جدي تطبیق د افغان حکومت د پرېکنده دریځ څرګندونه بللې ده.
متقي ټینګار کړی، چې د افغانستان د نشهيي توکو ضد اقدامات باید په مسلکي ډول وارزول شي او د ساحو د واقعي وضعیت پر بنسټ راپورونه چمتو شي. نوموړي خبرداری ورکړی، چې د ناسمو راپورونو خپرول او د مغرضو کړیو روایتونو ته تبلیغ ورکول له دې مبارزې سره جفا ده.
د معلوماتو له مخې، په همدې غونډه کې د کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معین شیخ عبدالرحمن منیر ویلي، چې په ۲۰۲۶ زېږدیز کال کې د نشهيي توکو پر وړاندې د ۲۵ زره او ۱۱۶ عملیاتو په پایله کې د کوکنارو او چرسو ۲۶ زره او ۵۰۰ هکټاره کروندې له منځه وړل شوې، ۱۰ زره او ۶۵ مشکوک کسان نیول شوي او ۳۰۱ د پروسس لابراتوارونه تړل شوي دي.
د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري معین ډاکټر محمد نعیم هم د ترلاسه شویو لاسته راوړنو د ساتنې لپاره د بزګرانو د بدیلو معیشتونو برابرول، د روغتیايي مرکزونو ملاتړ، تخنیکي همکاري او سیمهییزه همغږي مهم بللي دي.


