Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»راز»پر حنیف اتمر د انګلستان د جاسوسۍ تورونه
    راز

    پر حنیف اتمر د انګلستان د جاسوسۍ تورونه

    صابر افغانصابر افغان23 نوومبر 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د مقاومت شوری چې د تېر پرځېدلي جمهوريت د بدنامو سياسيونو د يو تشکيل جريان دی، امريکا او غرب ته د لابي ګرۍ لپاره له مختلفو لارو چارو کار اخلي چې يوه يې له دوی سره د افغانستان څخه د تښتېدلو نورو بدنامو څهرو او احزابو يو ځای کيدنه ده، دوی غواړي په دې سره غرب او امريکا په ځانګړي ډول د ټرمپ ټيم ته چې په راتګ سره يې د دوی په زړونو کې يوه نړۍ هيلې او اميدونه غوړېدلي دي؛ ځانونه مهم وښيي او دا ورته په ډاګه کړي چې مونږ کولای شو چې افغانان سره راټول کړو نو امريکا دې زمونږ سره مرسته او لاسنيوی وکړي.

    هندوکش‌غږ ته د رسېدلو معلوماتو په اساس؛ څو ورځې وړاندې د مقاومت شوری په خپل منځي مجلس کې په دې موضوع اوږد بحث وکړ چې حنيف اتمر او د هغه له ټيم (د سولې او عدالت ګوند) سره، د شوری سره په يو ځای کېدو توافق وکړي او که نه؟ په غونډه کې د محقق، عطاء محمد نور او يونس قانوني، سرور دانش او ځينو نور کسانو له لوري د دې خبرې سره شديد مخالفت وشو او په دې يې اصرار وکړ چې په هيڅ صورت کې دې د اتمر له ټيم سره چې د جمهوريت د سقوط او افغانستان د بدبختۍ له اصلي عاملينو څخه دی؛ بحث او خبرې نه کېږي او مذاکرات دې ورسره ودرول شي.

    په غونډه کې اسماعيل خان په دې ډير اصرار کاوه چې اتمر د انګلستان جاسوس دی او زه په دې اړه پوره اسناد او شواهد لرم، هغه په هيڅ صورت کې د شوری په خير نه دی او يواځې د هغه چا لپاره کار کوي چې استخدام کړی يې دی يعني انګلستان.

    په غونډه کې محقق په دې هم ډير ټينګار کاوه چې د اتمر د ټيم غړي ټول ډير بې ادبه دي او د شوری د غړو او پخوانيو جهاديانو سخت توهين کوي او په دې باور دي او وايي چې دا خلک پخوانۍ او له منځه تللې يا له کاره لويدلې مهرې دي.

    د هندوکش‌غږ د تر لاسه کړو معلوماتو په اساس د مقاومت شوری د رهبرۍ د غړو په وينا اتمر د انګلستان جاسوس دی او غواړي په مختلفو بهانو او تکتيکونو زموږ له لارې د انګلستان او غرب څخه راوړل شوې پروژې تطبيق کړي.

    د څېړونکو په وينا د افغانستان څخه پخواني او فراري بدنامې څهرې او احزاب له غرب، ايران او نورو مختلفو هيوادونو څخه د استخباراتي پروژو په اخيستلو کې يو له بل سره په سيالۍ بوخت دي چې ځينې وخت يو بل ته د شراکت او ګډ کار وړانديزونه هم کوي.

    څېړونکي زیاتوي؛ د نومبر مياشتې په لومړيو کې هم د ملي ډيالوګ تر نوم لاندې د حکمت کرزي او بابر فرهمند له لوري د انګلستان له لوري د اخستل شوې پروژې له لارې کنفرانس په لاره اچول شوی وو چې د مقاومت شوری له لوري د پيسو او امتيازاتو د تقسيم په سر ورسره اختلاف رامنځته شو او په غونډه کې له ګډون يې انکار وکړ.

    د يادونې وړ ده چې هندوکش‌غږ د داسې يو سند په اړه معلومات ترلاسه کړي چې په دې نږدې ورځو کې د مقاومت جبهې له انګلستان څخه يوه پروژه اخيستې چې د يو ميليون ډالرو په اندازه پکې توافق شوی او د دې پيسو يوه برخه مقاومت جبهې ته په واک کې ورکړل شوې دي.

    مخکینۍ مقاله‏افغانستان ته له چین څخه د رېل پټلۍ له لارې د وارداتي توکو لومړۍ محموله را ورسېده
    راتلونکي مقاله د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ.

    مربوطه لیکنې

    اسرائيل، ايران کې د استخباراتي معلوماتو راټولولو لپاره د افغانستان له تښتېدلو مخالفينو استفاده کوي

    17 جون 2025

    له مقاومت شوری څخه د احمد مسعود حلقې بشپړ حذف؛ شوری هڅه کوي حضرت علي هم منزوي کړي

    3 جون 2025

    احمد مسعود د مشهد څخه د تهران پر لور؛ له رباني او نورو مشرانو سره د لیدنې تابیا نیسي

    19 مې 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 21 جون 2025

    نیویارک ټایمز: د ایران مذهبي مشر درې عالمان د خپل ځای ناستي لپاره د نوماندانو په توګه ټاکلي

    نیویارک ټایمز د دریو لوړپوړو ایراني چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د ایران مذهبي…

    د سوډان په دارفور او کرفان ولایتونو کې قحطۍ او جګړې د زرګونه انسانانو ژوند اخیستی

    21 جون 2025

    د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر ایهود باراک: له ایران سره جګړه هیڅ منطقي توجیه نه‌لري او د دغه هېواد اټومي پروګرام له‌منځه وړل نا ممکن دي

    21 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    نیویارک ټایمز: د ایران مذهبي مشر درې عالمان د خپل ځای ناستي لپاره د نوماندانو په توګه ټاکلي

    21 جون 2025

    د سوډان په دارفور او کرفان ولایتونو کې قحطۍ او جګړې د زرګونه انسانانو ژوند اخیستی

    21 جون 2025

    د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر ایهود باراک: له ایران سره جګړه هیڅ منطقي توجیه نه‌لري او د دغه هېواد اټومي پروګرام له‌منځه وړل نا ممکن دي

    21 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،964 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،895 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،890 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.