هندوکشغږ د تش په نوم مقاومت جبهې او آزادۍ جبهې له منځ څخه داسې اطلاعات ترلاسه کړي دي، چې د پاکستان پوځي رژیم او عطا محمد نور ترمنځ د سل میلیون ډالري ناکامې معاملې څخه پرده پورته کوي.
د ترلاسه شویو اطلاعاتو پر بنسټ، کله چې په لومړي ځل پوځي رژیم د نیابتي جګړې او ګډوډۍ لپاره د عطا محمد نور د سل میليونه ډالرو د ورکړې غوښتنه رد کړه، نو له څه مودې وروسته نوموړي له پوځي رژیم سره یو ځل بيا اړیکه ونیوله، خو دا ځل هم پاکستاني لوري ياده غوښتنه رد کړه او نوموړي ته یې وړاندیز وکړ چې د احمد مسعود په مشرۍ له مقاومت جبهې يا هم د یاسین ضیاء په مشرۍ آزادۍ جبهې په چوکاټ کې د افغان حکومت په خلاف فعاليت وکړي، چې په دې صورت کې یې ملاتړ کولای شي، خو عطا محمد نور له یادو جبهاتو سره د اختلافاتو له امله دا وړاندیز رد کړ.
د سرچينو د اطلاعاتو له مخې، د عطا محمد نور زوی خالد نور څه موده وړاندې په یو آنلاين تجارت کې ډېر زيان وليد، چې له امله يې اوس عطا محمد نور د پيسو په لټه کې دی، تر څو خپلې ستونزې پرې حل او د ور رسېدلي زیان فشار څه ناڅه کم کړي.


