د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، د یاد وزارت سرپرست مولوي نورالدین عزیزي، ترکیې ته په سفر کې د دغه هېواد د سوداګرۍ له وزیر عمر بولات سره کتلي دي.
په دغه کتنه کې د نورو ګڼو دوه اړخیزو اړیکو په اړه د ژمنو د تازه کولو ترڅنګ پرېکړه شوې چې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو تخنیکي کمېټه جوړه شي.
د یادونې وړ ده چې، ښاغلی عزیزي د ترکیې په کوربهتوب د ۲۰۲۴ کال د استانبول په حلال نړیوال نندارتون کې د ګډون په موخه د ترکیې په رسمي بلنه دغه هېواد ته تللی دی.