Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»عیسی محمدي د تبلیغاتي روباټ په توګه
    لیکني

    عیسی محمدي د تبلیغاتي روباټ په توګه

    صابر افغانصابر افغان29 نوومبر 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د پرځېدلي جمهوريت لپاره له هېواد بهر هم کرایه شویو فعالانو د افغانستان د وګړو پر خلاف، د ډېرو استخباراتي ادارو په شمول، له پرځېدلي جمهوریت هم پروژې نېولې وې، چې له مخې یې ډېرو خلکو خپل هویت او ارزښتونه تر پښو لاندې کړل.

    د دغه ډول وګړو کړۍ که څه هم پراخه وه او شمېر یې خورا ډېر دی، خو له جملې یې مونږ یواځې د عیسی محمدي په نوم کس باندې تم کېږو. عیسی محمدي چې په ټولنیزو رسنیو کې د قاري عیسی په نوم هم پېژندل کېږي، په جرمني کې د ځیرک مبایلونو پلورنځئ لري. د پرځېدلي جمهوریت پر مهال د اشرف غني په غوښتنه، په ټولنیزو رسنیو کې د هغه کمپاینر و، د همدې لپاره ډيري پیسې ورکول کېدې، تر دې چې اشرف غني په ۲۰۱۹م کال کې، په جرمني هېواد کې لېدنه ورسره وکړه.

    کله چې جمهوریت له منځه لاړ او اشرف غني له هېواده تېښته وکړه، همدا عیسی محمدي په اشرف غني پسې خوله خلاصه کړه او هغه یې یو خاين او ډارن شخص وباله؛ دا غږ یې د دې لپاره بدرګه کړ، تر څو د شر او فساد په منځ کې ځای پیدا کړي او د خراسان دعوه ګیران یې ورسره ملګری کړي.

    د شر او فساد لارویانو چې کله له هېواده بهر د خیالي جبهو د جوړولو اعلان وکړ، عیسی محمدي رابطه ورسره ټینګه کړه، تر څنګ یې ودرېد او د هغوی په صفتونو یې پیل وکړ. ده نه یواځې دا چې د شر او فساد داعیې ته تبلیغ او دلایل تراشل پیل کړه، بلکې بیرته یې د همدې خیالي جبهو په منځ کې د پیسو لپاره د جاسوسۍ دنده هم پر غاړه درلوده؛ چې په دې وروستیو کې یې خبرې افشاء او د خیالي جبهو د پلویانو له سختو غبرګونونو سره مخ شو.

    عیسی محمدي د وطندوستۍ تر کاذبو شعارو لاندې د ټولو هغو ډلو تر څنګ په هر وخت کې ولاړ وي، چې د افغانستان د بربادۍ او تجزیې لپاره جوړې شوې وي. نوموړي خپله په یوه لېکنه کې اعتراف کړی، چې د اهل تشیع او سُني تر منځ د تاوتریخوالي او جګړو د پنځولو له پاره ورته ډېر ځل وړاندېزونو شوې دي. یعنې په جرمني کې مېشت عیسی محمدي د بربادونکو پروژو د انکشاف لپاره ښه تبلیغ کوونکی او ارزانه روباټ دی.

    عیسی محمدي د پیسو لپاره هر چا ته لاس اوږدوي؛ احمد مسعود ته د دې لپاره ور نږدې شو، تر څو له استخباراتي سازمانونو څخه د اخېستل شویو پروژو په ډالري کڅوړو کې ده ته هم سهم ورکړل شي. د ازادۍ په نوم خیالي جبهې سره هم په همدې هدف ملګری شوی دی، چې پیسې ترې واخلي او د دواړو تر منځ جاسوسي فعالیتونه وکړي.

    ځینو ټولنیزو فعالانو وړاندې دا ادعاوې هم کړې وې، چې عیسی محمدي د پخوانیو وکیلانو او چارواکو په نومونو جعلي ادرسونه جوړوي او بیا ترې د خیالي جبهو د ملګرتیا او ملاتړ څرګندونې کوي، تر څو وښیي چې د یادو خیالي جبهو په جوړښت کې دوی هم برخه لري.

    وروستيو کشمکشونو او د پیسو پر سر د شریرو او مفسدو افرادو تر منځ مخالفتونه او جنجالونه رسنیو ته راووتل، چې په کې د مقاومت په نوم له خیالي جبهې څخه ډیری خلکو نه يواځې خپل برأت اعلان کړ، بلکې برعکس یې د هغوی پر ضد ډېری رازونه افشاء کړل.

    د شر او فساد ډلې له همدې کشمکشونو څخه په ګټې اخیستنې، عیسی محمدي د مقاومت په نوم خیالي جبهې وګړو جلب او جذب د ازادۍ په نوم خیالي جبهې ته کاوه؛ کټ مټ داسې لکه سمیع سادات چې د یوکراین د جګړې له پاره مجبور افغانان پلوري.

    د شر او فساد لارویان د خپلو شریرو اهدافو لپاره له دیني او ملي ارزښتونو څخه تېر او د خپلو شیطانو لومو په جال کې نښتي روان دي.

    یادؤنه: په هندوکش ‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش ‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهپوتين: افغان حکومت سره اړيکې لا پراخوو
    راتلونکي مقاله له تېرو ۵۰ ورځو راهیسې د غزې ښار پر شمالي سیمو د اسرائیلو په بریدونو کې لس زره کسان ټپیان شوي

    مربوطه لیکنې

    پنځه روایتونه او واقعیتونه؛ د تبلیغاتي جنګ او فکري برلاسۍ ابزار

    11 جنوري 2026

    د سریع ترور او د مخالفینو د بد برخلیک احتمالي سناریوګانې

    8 جنوري 2026

    د مقاومت ډلې د روڼ سهار دروغجنې وعدې او د بدمرغو ماښامونو واقعیت

    7 جنوري 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 11 جنوري 2026

    د برښنايي اداينو د عمومي ستراتيژۍ پر پلي کولو بحث شوی

    د افغانستان بانک وايي، چې د ياد بانک د لومړي مرستیال صدیق‌الله خالد په مشرۍ،…

    پکتيکا کې درې هټۍ د پاکستاني کلدارو د کارونې له امله مهرو لاک شوې

    11 جنوري 2026

    د سومالیا دفاع وزیر: صهیونیست رژیم هڅه کوي فلسطینیان سومالیا لېنډ ته کډوال کړي

    11 جنوري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د برښنايي اداينو د عمومي ستراتيژۍ پر پلي کولو بحث شوی

    11 جنوري 2026

    پکتيکا کې درې هټۍ د پاکستاني کلدارو د کارونې له امله مهرو لاک شوې

    11 جنوري 2026

    د سومالیا دفاع وزیر: صهیونیست رژیم هڅه کوي فلسطینیان سومالیا لېنډ ته کډوال کړي

    11 جنوري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،102 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،051 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،111 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.