Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»خبر»خبري غورچاڼ»د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ.
    خبري غورچاڼ

    د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ.

    صابر افغانصابر افغان1 دسمبر 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    ورځ او نېټه: يکشنبه ۱۴۴۶/۵/۲۹ ھ ق.

    • [ ] افغانستان:
      ۱_پر مسلکي زده‌کړو سمبال سلګونه پولیس ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شوي.

    ۲_د هېواد په لویو لارو کې بېړني روغتیايي مرکزونه جوړېږي.

    ۳_ترکیې ته د صنعت او سوداګرۍ د وزير د سفر دوام؛ د ياد هېواد د بهرنيو اقتصادي اړيکو شورا له غړو سره یې کتلي.

    ۴_د افغانستان او قطر ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا؛ قطر ته د افغان کارګرو د لېږد په اړه خبرې شوي.

    ۵_د افغان او ترکي سوداګرو ترمینځ ګډه سوداګریزه ناسته جوړه شوه.

    ۶_لوګر کې د افغانستان او چین ترمنځ ګډ بازار جوړېږي.

    ۷_د کاپيسا د باغدرې بند د امکان سنجۍ جيوفزيک او جيو‌ تخنيک مطالعاتو تړون لاسليک شو.

    ۸_سنډې ګارډین: نوی ډیلی په چټکۍ له کابل سره د اړیکو د پراختیا پر لور ګامونه اخلي.

    • [ ] نړۍ:
      ۱_د برېکس سازمان غړو هېوادونو ته د ټرمپ خبرداری؛ د ډالرو پر وړاندې بل پولي واحد مه جوړوئ.

    ۲_د تحرير الشام مشر جولاني: له موږ سره د دمشق په نيولو کې ملګري شئ.

    ۳_د سوریې څلورم لوی ښار حماة د تحرير الشام په منګولو کې؛ د بشارالاسد عسکر په تېښته دي.

    ۴_افريقا کې د روسیې پر واګنر پوځ القاعده غورځنګ بريد ترسره کړی.

    ۵_ د سوریې له خان شیخون سیمې روسي ځواکونو شاتګ کړی؛ په ټولنيزو رسنيو کې په خپرې شوي ویډیو کې ښکاري چې له روسي ځواکونو څخه پاتې شوی یو پوځي موټر ښودل کېږي.

    ۶_د سوریې په حلب ښار کې روسانو پراخه بمباري کړې چې په پايله کې یې لسګونه عامو وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.

    ۷_د التحرير الشام ځواکونو د حماة سره نږدې د مورک ښار هم په خپل کنترول کې راوستلی او نيولی یې دی.

    ۸_د سوريې په دمشق ښار کې د سوريې د لوی درستيز د دفتر تر څنګ ډزې شوې دي؛ خو تر دې دمه د دې ډزو لامل نه دی معلوم شوی.

    ۹_د روسيې امنیتي ځواکونو تېره شپه په مسکو کې په يو نايټ کلب باندې چاپه اچولې او په سلګونو همجنس بازان يې نيولي دي.

    ۱۰_په دې وروستیو کې د تحریرالشام ځواکونو له بشارالاسد رژیم څخه پراخې سيمي نیولې دي او مختلف النوع موټر او اسلحې یې ترې نیولې دي.

    ۱۱_د سوریې په يوه بل مهم او ستراتيژيک ښار «تل رفعت» کې د تحرير الشام ځواکونو او د بشار الاسد د رژيم تر منځ سخته جګړه روانه ده.

    ۱۲_د سوریې د ادلب ښار په خمارة سیمه کې د بشارالاسد رژیم هوايي بریدونه کړي، په دغو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼ شمېر ملکي وګړي شهیدان شوي دي.

    ۱۳_سوریه کې د تحریرالشام ځواکونو خپلو پرمختګونو ته دوام ورکړی او د بشارالاسد د رژیم له وسله‌والو څخه یې ګڼ شمېر مهمې سیمې نیولي دي.

    ۱۴_د تحریرالشام وسله‌وال ځواکونه له پرله‌پسې جګړې وروسته په دې وتوانېدل چې د سوریې بل مهم او ستراتیژیک ښار «تل رفعت» هم په بشپړه توګه تر خپلې ولکې لاندې راولي.

    ۱۵_د تحریر الشام ځواکونه د «تل رفعت» ستراتیژیک ښار د نيولو په خوشحالۍ کې ډزې کوي.

    ۱۶_د تحرير الشام له لوري په نيول شوي حلب ښار روسيې تازه بمبارد کړی او ويل کېږي تحرير الشام سرتيري يې په نښه کړي.

    پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکش‌غږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.

    مخکینۍ مقالهسنډې ګارډین: نوی ډیلی په چټکۍ له کابل سره د اړیکو د پراختیا پر لور ګامونه اخلي
    راتلونکي مقاله افغانستان ته دام اېښودونکي څنګه په خپله لومه کې را ګیر شول؟

    مربوطه لیکنې

    د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ

    18 جون 2025

    د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ

    15 جون 2025

    د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ

    4 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    لیکني 22 جون 2025

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    د افغان سرپرست حکومت په وړاندې، له تېرو څلورو کلونو راهیسې په بهر کې بېلابېلې…

    د پاکستان له زندانونو ۶۷ تنه افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي

    22 جون 2025

    ايران اسرائيلو ته په جاسوسۍ تورن مجيد مسيبي‌ اعدام کړ

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    د پاکستان له زندانونو ۶۷ تنه افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي

    22 جون 2025

    ايران اسرائيلو ته په جاسوسۍ تورن مجيد مسيبي‌ اعدام کړ

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،964 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،898 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،893 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.