Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»د بهر مېشتو سیاسي سوداګرو خیالي جبهې او مجازي مبارزې
    تورې څېرې

    د بهر مېشتو سیاسي سوداګرو خیالي جبهې او مجازي مبارزې

    صابر افغانصابر افغان8 دسمبر 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په بهرنیو هېوادونو کې مېشتو، د افغانستان د داخلي جګړو مطرحو قوماندانانو او د پرځېدلي جمهوري نظام ځینو چارواکو په انلاین بڼه، له طالبانو سره په مخالفت کې «د افغانستان د ژغورنې لپاره ملي مجمع» په نوم د نوي خیالي خوځښت د جوړېدو اعلان وکړ. په دغه نوي جوړښت کې نږدې ټول هغه کسان راټول شوي، چې هم په تېره جمهوري دوره کې چارواکي وو او هم د دوی لویه برخه په افغانستان کې د خونړۍ کورنۍ جګړې پر مهال مطرح قومندانان وو او هر یو یې د زرګونه ملکي افغانانو په وژنې تورن دي. دوی د دې تر څنګ د بشري حقونو د بېلابېلو بنسټونو له خوا په پراخو بشري سرغړونو هم تورن دي.

    له تېرو دریو کلونو راهیسې، کله چې په افغانستان کې جمهوریت را وپرځېده، د یادې دورې نږدې ټول چارواکي، د هغه مهال د سلګونو سیاسي ګوندونو مشران، د کورنۍ جګړې قوماندان او نور کسان له هېواده وتښتېدل. د دوی له ډلې یې ځینې امریکا، ځینې نور یې اروپايي هېوادونو، ځینې یې ترکیې، ایران، تاجیکستان، ځینې یې اماراتو او نورو بېلابېلو هېوادونو ته په تېښته بریالي شول.

    دغه کسان هلته له مېشتېدو سره سم، نږدې هره میاشت او آن اوونۍ په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره په مخالفت کې د نویو جبهو، جوړښتونو او خوځښتونو اعلان کوي او اوس تقریباً په یوې عادي چارې بدله شوې ده. یاد کسان پر افغانستان د امریکا له یرغل سره سم، له امریکا او د دوی له غربي متحدینو سره اوږه پر اوږه ودرېدل، امریکا د دغه کار په بدل کې د جمهوریت لوړې څوکۍ، ‌ډېرې پیسې او د سیاسي ګوندونو او نورو ډلو ټپلو د جوړولو لپاره پراخ امکانات په واک کې ورکړل. دوی په تېره نږدې دوه لسیزې دوره کې، د امریکا له هر اړخیز ملاتړ څخه برخمن موقفه په استفاده، له افغانانو سره ډېرې ناودودې وکړې.

    له یوې خوا یې د قوم، سمت، ژبې، مذهب، ډلې او ګوند تر نوم لاندې په افغانستان کې پراخو تعصباتو، بې اتفاقیو، کشمکشونو او بې باوریو ته لمن ووهله او له بلې خوا یې هغه مهال د اوبو له خړولو په ګټې اخیستنې سره، ډېر حکومتي او د خلکو شخصي جایدادونه او ځمکې غصب کړل، شخصي ملېشې یې جوړې کړې او پر عامو خلکو یې ناتار جوړ کړ، له عامو خلکو یې په یوه او بل نوم ناقانونه پیسې اخیستې، ټوپک سالارۍ یې کولې او په رڼا ورځ به یې آن په ښارونو کې خلک وژل.

    دوی چې هغه مهال د امریکا له هر اړخیز ملاتړه برخمن وو، هیڅ چا یې مخه نه شوای نیولای او څه یې چې زړه غوښتل، هغه یې کول. ځینو یې شخصي زندانونه درلودل، ځینو به یې په یوه او بل نامه عام خلک وهل، ټکول، ربړول، په شخصي زندانونو کې یې اچول او حتی وژل. همدا اوس هم په افغانستان کې ډېرې داسې کورنۍ شته، چې پلرونه، زامن، وروڼه او د کورنۍ نور غړي یې همدغو قومي، سمتي، مذهبي او ګوندي ټېکه دارانو ترې تم کړي دي.

    کله چې په افغانستان کې د امریکايي یرغل لمن مخ پر ټولېدو شوه، د دوی د ظلم د خیمو مراندې هم په لړزېدو شوې او هره یوه یې هڅه پیل کړه، چې ژر تر ژره له هېواده پښې سپکې کړي. ځینې خو یې د خپلو کرلو اغزیو له وېرې، د امریکايي عسکرو له وتلو لا وړاندې له افغانستانه خپلې پښې سپکې کړې او دلته یې د سیاسي ګوندونو په نوم خلاص کړي دُکانونه وتړل شول.

    په بهر کې له مېشېدو وروسته، په دې لټه کې شول چې خپل تړل شوي سیاسي دُکانونه بیا پرانیزي، خو د دغو سیاسي دُکانونو هغه پخوانۍ مزه نه ده ورپاتې، نه هغه پخوانۍ پروژې شته، نه امریکايي ډالر او نه هم هغه بې پوښتنې او بې ګروېږنې لوړ حکومتي موقفونه، نو ځکه اوس ورته ځمکه ځای نه ورکوي او د ګوند، جبهې او خوځښت په نوم له یوه سیاسي دُکانه ځي او بل سره یو ځای کېږي. دوی د عامونو خلکو په منځ کې د رټل شویو، شړل شویو، سیاسي سوداګرو او د وطن او ارزښتونو د معامله ګرو په نوم پېژندل کېږي.

    د شر او فساد لارویانو په تېرو دریو کلونو کې له پراخو کمپاینونو، تبلیغاتو او لابیګریو سره سره، په ټوله امریکا، اروپا او نورو بهرنیو هېوادونو کې په دې ونه توانېدل، چې آن سل تنه هم پر ځان را ټول کړي، نو ځکه هره ورځ انلاین ناستې کوي او مطبوعاتي شور جوړوي. تر دې ورهاخوا دغه کسان په خپلو منځونو کې هم پراخ اختلافات لري، چې نږدې هره ورځ یې په ټولنیزو رسنیو کې له ډېرو پټو قضیو پرده پورته کېږي.

    یادؤنه: په هندوکش ‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش ‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد بې نفوذه سیاسیونو ناکامه ائتلاف
    راتلونکي مقاله د اختلافاتو پټونې بې پایلې هڅې

    مربوطه لیکنې

    احمد مسعود؛ په سیمه ایزو لوبو کې د فرانسې نوې وسیله

    24 جون 2025

    د پخوانیو جنرالانو ړوند باور او غداري؛ پر امریکا تکیه او ورسره اوږه په اوږه جنګېدل

    23 جون 2025

    د امرالله صالح مرموزه څهره او د امریکا په اړه متزلزل دریځونه

    23 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 25 جون 2025

    د حوثیانو د سیاسي دفتر غړی محمد البخیتي: د امریکا او صهیونیستي رژيم له لوري د اوربند منل دا ثابتوي چې اسرائیل یوازې د زور په ژبه پوهېږي

    د یمن د انصارالله ډلې (حوثیانو) د سیاسي دفتر غړي محمد البخیتي په تازه څرګندونو…

    شیخ صنیع الله فرهمند انقره کې د افغانستان د سفیر او ځانګړي استازي په توګه خپلو همکارانو ته معرفي شو

    25 جون 2025

    شیخ صنیع الله فرهمند انقره کې د افغانستان د سفیر او ځانګړي استازي په توګه خپلو همکارانو ته معرفي شو

    25 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د حوثیانو د سیاسي دفتر غړی محمد البخیتي: د امریکا او صهیونیستي رژيم له لوري د اوربند منل دا ثابتوي چې اسرائیل یوازې د زور په ژبه پوهېږي

    25 جون 2025

    شیخ صنیع الله فرهمند انقره کې د افغانستان د سفیر او ځانګړي استازي په توګه خپلو همکارانو ته معرفي شو

    25 جون 2025

    شیخ صنیع الله فرهمند انقره کې د افغانستان د سفیر او ځانګړي استازي په توګه خپلو همکارانو ته معرفي شو

    25 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،971 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،902 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،895 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.