له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاستالوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نیکلسون او مل پلاوي سره کتلي دي.
د خبرپاڼې پر بنسټ په دې کتنه کې نیکولسون د اسلامي امارت او اروپایي ټولنې د اړیکو په پراختیا ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې نړیوال بنسټونه باید د بدیل کښت او د روږدو په درملنه کې ونډه واخلي.
نوموړي زیاته کړې؛ اروپايي ټولنه کوښښ کوي په نږدې راتلونکې کې د نړیوالو همکارو بنسټونو له لوري، افغان بزګرانو سره د بدیل کښت لپاره د ۴۵ میلیونه یورو مرسته وکړي.