د سوریې د وسلهوالو ځواکونو قومندان عبدالغني حسن خبر ورکړی چې، ځواکونه یې د سوریې په ختیځ کې د دغه هېواد شپږم لوی ښار دیر الزور تر خپلې ولکې لاندې راوستی.
دیر الزور چې د سوریې په ختیځ کې موقعیت لري، د بشارالاسد د واکمنۍ پر مهال د ایراني ملېشو مهم مرکز وو. همدارانګه په دغه ښار کې د امریکایي ځواکونو یو مهم پوځي مرکز هم شتون لري.
دیر الزور د خپل جغرافيایي موقعیت او د عراق پولو ته د نږدېوالي له امله د سوریې یو له مهمو سیمو څخه دی، د دغه ښار په نیول کېدو سره به تحریر الشام ځواکونو ته د سوریې په ختیځ کې د لانورو پرمختګونو لپاره هم زمینه برابره شي.
د یادونې وړ ده چې دغه ښار د بشارالاسد د رژیم د پاشل کېدو پر مهال د قسد ملېشو له خوا نیول شوی وو.