Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»د محقق خوبونه په اوبو لاهو شوي دي
    تورې څېرې

    د محقق خوبونه په اوبو لاهو شوي دي

    صابر افغانصابر افغان15 دسمبر 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    محمد محقق د عبدالعلي مزاري په مشرۍ د وحدت ګوند غړی ؤ؛ نوموړی د جبل سراج د تړون برخه هم و، په کوم کې چې احمد شاه مسعود، عبدالرشید دوستم او د وحدت ګوند په استازولۍ محمد محقق برخه لرل. د جبل سراج تړون د نظار شورا، د دوستم په مشرۍ د جنبش ګوند او د محقق په مشرۍ د وحدت ګوند تر منځ یو ګډ ائتلاف و چې د ډاکټر نجیب الله د رژیم له سقوط وروسته رامنځ ته شو.

    د جبل سراج درې اړخیز تړون د ستم ملي په نامه یو ګډه قوه تشکیل کړه، ستم ملي د دریو اړخونو هغه فکر و چې؛ افغان ولس یې د ستمګرو(ظالمانو) او ستم لیدلو(مظلومانو) په ډلو ووېشل، دې ډلو پښتانه ظالمان او ستمګر یاد کړل او غیر پښتانه یې ستم لیدلي یا مظلومان یاد کړل.

    خو بیا چې کله د تنظیمي اړ او دوړ په نتیجه کې جنګسالارانو د ډاکټر نجیب الله رژیم رانسکور کړ او دوی کابل ته ننوتل، د جبل سراج تړون په خپل ځای پاتې نشو او ډېر ژر هزاره ګان (د وحدت ګوند جنګیالي) او د نظار شورا سره لاس او ګرېوان شول.

    افغانستان د تنظیمي جنګونو او اختناق په دوزخ بدل شو، د کابل افشار یو ډارونکی انځور خپل کړ، په افغانانو هره نادوده وشوه، رقص مُرده، مېخ کوبي، په زانګو کې د ماشومانو دوه ټوټې کول، د قومي، سمتي او ژبني توکمونو قتل عام هغه تراژیدي وه، چې تر اوسه یې د افغانانو د خولې خوند تریخ کړی دی.

    د دې لویي غمیزې په لیدو مؤمن او مجاهد ولس له کندهار او نورو ولایتونو د شر او فساد په وړاندې مبارزه پیل کړه او ډیري سیمې یې له قاتلانو، غاصبینو، انساني قصابانو او غلو څخه پاکي کړې. تر لږ وخته د شر او فساد لارویان د افغانستان له ډیرو سیمو تښتېدلي وو، تر هغې چې د امریکا په مشرۍ د ناټو ټلوالې یو ځل بیا هماغه قاتلان منسجم او پر افغان ولس یې مسلط کړل، خو له دوه لسیزو ناکامې حکومتولۍ وروسته دغه جنایت کاران بیا وتښتېدل.

    په تېرو دریو کلونو کې د شر او فساد لارویانو بېلابېل سیاسي جوړښتونه رامنځ ته کړل، مګر دوه جنګسالاران او مفسدان پر یوه نظر نشي ور ټولېدلای. د دوی ناستې او ائتلافونه یو په بل پسې سقوط کېږي، لږه موده وړاندې د شر او فساد عاملینو د افغانستان ژغورنې تر عنوان لاندې یوه بله ډله هم رامنځته کړه؛ محقق یې هم غړیتوب لري.

    محقق په دې وروستیو کې ویلي، چې له طالبانو غواړي تر څو له دوی سره خبرو ته کښېني، د نه کښېناستو په صورت کې به دوی له طالبانو سره وسلواله جګړه پیل کړي. خو زلمي خلیلزاد بیا د جنګسالارانو دا خوبونه په اوبو لاهو کړي او وايي، چې پخواني جنګسالاران به بیا هیڅکله په افغانستان کې د هیڅ نظام برخه نه شي. ډونالډ ټرمپ هم ویلي، چې دوی نه غواړي بیا د افغانستان کورنيو چارو ته لاس وغځوي، هغه له اوسنۍ سولې ملاتړ څرګند کړی او ویلي یې دي، چې نه غواړي په افغانستان کې نظامي مداخله وکړي.

    یادؤنه: په هندوکش ‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش ‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد اوکراین پوځ په کرسک سیمه کې ۴۰ زره پوځیان له لاسه ورکړي
    راتلونکي مقاله د غزې ۹۶ سلنه ماشومان احساس کوي چې مړينه یې نژدې ده

    مربوطه لیکنې

    د احمد مسعود سمبولیکې لیدنې، بهرنی ملاتړ او په وړاندې یې ننګونې

    21 جون 2025

    د ښځو په نامه سیاست؛ مقاومت جبهه ښځو ته د غربي حقونو په نوم د امتیاز په لټه کې

    20 جون 2025

    مخالفي ډلې؛ په ایران کې د استخباراتي معلوماتو راټولولو لپاره د موساد نوې حربه

    19 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    لیکني 22 جون 2025

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    د افغان سرپرست حکومت په وړاندې، له تېرو څلورو کلونو راهیسې په بهر کې بېلابېلې…

    د پاکستان له زندانونو ۶۷ تنه افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي

    22 جون 2025

    ايران اسرائيلو ته په جاسوسۍ تورن مجيد مسيبي‌ اعدام کړ

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    د پاکستان له زندانونو ۶۷ تنه افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي

    22 جون 2025

    ايران اسرائيلو ته په جاسوسۍ تورن مجيد مسيبي‌ اعدام کړ

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،964 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.