د افغانستان برېښنا شرکت خبر ورکړی، چې له ازبکستان څخه هېواد ته د وارداتي برېښنا تړون د ۲۰۲۵ کال تر پایه غځول شوی دی.
د برېښنا شرکت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دا تړون د دغه شرکت اجرايي رییس او د ازبکستان برېښنا شرکت د مشرتابه ترمنځ لاسلیک شوی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې تړاو جوړې شوې غونډې کې د بهرنیو چارو او ماليې وزارتونو استازو هم برخه لرله.
دیادولو وړ ده، چې افغانستان خپله د اړتیا وړ ډېره برېښنا له ازبکستان، ایران او ترکمنستان څخه واردوي.