د راپورونو له مخې تېره شپه يمن کې فعالې حوثي ډلې د لرې واټن ويشتونکو توغنديو پر مټ د اسرائيلو د پلازمېنې تل ابيب ځينې سيمې په نښه کړي او له مالي زيانونو سربېره یې ځاني زيانونه هم ور اړولي چې دقيق شمېر یې لا نه دی څرګند شوی.
همدا راز تېره شپه تر ياد بريد وړاندې صهيونيستي اسرائيلو د يمن په صنعا کې د «حز» په نوم د برښنا په يوه فابريکه بمبارد کړی چې د يادې فابريکې ۹ تنه کارکوونکي پکې وژل شوي.