د سیمهییزو سرچینو د راپورو نو له مخې د بلوچستان ایالت په “خاران” سیمه کې دوه پرلهپسې زورورې چاودنې شوي دي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې د یادو چادنو هدف په سیمه کې پاکستاني پوځیان وو.
بلخوا د پاکستان امنيتي سرچينو د دغه هېواد د پوځیانو په نښه کېدل تائید کړي، خو د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي.
د یادونې وړ ده چې په بلوچستان کې د بلوڅ بېلتون غوښتونکي غورځنګ وسلهوال وخت ناوخت پر پاکستاني پوځیانو دغه ډول چاودنې او بریدونه کوي.