له ملي دفاع وزارت څخه سرچینو رسنیو ته ویلي، خوست او پکتیا ولایتونو کې د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د افغان سرحدي ځواکونو او پاکستاني لوري ترمنځ نښتو کې ۱۹ پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، له پاکستاني لوري د پکتیا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د توغول شوې هاوان مرمۍ له امله درې تنه ملکي وګړي هم شهیدان شوي دي.
تر دې وړاندې د ملي دفاع وزارت سرچینو ویلي وو، چې افغان ځواکونو خوست علشېرو کې د پاکستاني ځواکونو پوستې سوځولې او د پکتیا ډنډ پټان کې یې د هغوی دوه پوستې نیولې هم دي.
بلخوا یو شمېر پاکستاني رسنیو په دغه جګړه کې د یوه وژل شوي پاکستاني سرتېري انځور خپور کړی او ویلي یې دي چې نن به پرې خاورې واړول شي.