ارګ د یوې خپرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په مشرۍ د سیاسي کمېسیون ناسته، نن په سپېدار ماڼۍ کې ترسره شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې په دې ناسته کې له ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو او ستونزو، له یوشمېر هېوادونو سره د تعامل د پراختیا او د افغانستان او سیمې پر وروستیو تحولاتو د بحث ترڅنګ د اجنډا له مخې په ورسپارل شویو موضوعاتو لازمې پرېکړې شوي دي.
خبرپاڼه کې وړاندې راغلي چې، د سیاسي کمېسیون په نننۍ ناسته کې ټینګار وشو، چې افغانستان د یوه خپلواک هېواد په توګه د خپلو خلکو او خاورې د ساتلو مسؤلیت او د دفاع مشروع حق لري.