د فلسطین د کلتور او مخابراتو وزارتونو يوې کميټې اعلان کړی چې د قطر هېواد د الجزیره خبري شبکې نشرات یې بند او په فلسطين کې د دغې رسنۍ دفتر یې تړلی دی.
يادې کميټې زياته کړې چې د فلسطين د «کورنیو قوانینو او مقرراتو څخه د سرغړونې او د پاروونکو موادو د خپرولو» له امله یې په الجزیره شبکې بنديز لګولی.
همدا راز کميټې زياته کړې چې دا پریکړه به په لنډمهالې توګه تر هغې د تطبیق وړ وي، تر څو چې الجزیرې شبکې د فلسطین قوانینو او مقرراتو سره موافقت نه وي کړی.
د يادونې وړ ده چې د الجزیرې خبري چینل په لویدیځه غاړه کې د فلسطین لخوا د دوی د دفتر تړلو پرېکړه په شدت غندلې او په دې اړه یې یوه رسمي اعلامیه خپره کړې ده.