Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»د افغانانو یووالی؛ د باغیانو پر غاړه غوڅوونکې توره!
    تورې څېرې

    د افغانانو یووالی؛ د باغیانو پر غاړه غوڅوونکې توره!

    صابر افغانصابر افغان4 جنوري 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    د شر او فساد ډلې تل هڅه کړې چې د افغان ملت ترمنځ د نفاق او پاشلتیا د زهرو په شیندلو او د یهودو او نصاراوو د غلامۍ په وسیله، په دې سپېڅلې خاوره کې خپلې شخصي ګټې ترلاسه کړي.

    دغه ډله کله د امریکا په لمن کې د روسیې په وړاندې، کله د روسیې په لمن کې د امریکا په وړاندې او کله یې د ایران په لمن کې د عربستان په خلاف دریځ نیولی، کله د پاکستان د انګلیسي پوځ تر څنګ چې د افغانستان تلپاتې دښمن دی؛ درېدلې ده. دوی افغانستان د خپلو دې اُجرتي او غلامو چوپړونو ډګر ګڼي، هېڅکله یې د دې خاورې اسلامي اصول او ملي ګټې په پام کې نه دي نیولي، بلکې تل یې د خپلو بدنامو ګټو لپاره د پردیو لاس نیولی دی.

    د شر او فساد ډله باید پوه شي چې دا خاوره د سلطان محمود غزنوي په څېر واکمنو میراث دی، چې نن یې بچیان په خپلو سرو وینو کې په لامبو وهلو سره د دې اسلامي خاورې له هر کونج او کنار څخه دفاع کوي.

    د افغانانو همدا یووالی د دې لامل شو چې درې زبرځواکونه او امپراطورۍ په یوه پېړۍ کې په دې پاکه خاوره کې د شرمناکې ماتې خوند وڅکي او وتښتي. د اشغالګرو پر وړاندې د افغانانو زړور او سوځوونکي مقاومت دا تضمین کړې چې نن سبا هیڅ پردي پال ځواک، په ځانګړې توګه د شر او فساد ډله، د دې غیور ملت پر وړاندې د درېدو جرئت او توان نه لري.

    افغانان د هماغه سپېڅلي یووالي او همغږۍ په مټو چې امریکا او شوروي یې دړې وړې کړل، نن هم د شر او فساد ډلې پر وړاندې په کلکه اراده او فولادي عزم سره درېږي.

    که د شر او فساد ډله هڅه کوي د پاکستان د غلام او انګلیسي پوځ سره د افغانستان د مسلمان ملت پر وړاندې لاس یو کړي؛ نو افغانان هم خپل مشروع حق لري چې په یو موټي ارادې او فولادي عزم سره د دې اجیرې ډلې ریښې له خپلې سپېڅلې خاورې څخه وباسي.

    د بغاوت جبهه باید پوه شي چې د پردیو په غلامۍ سره هېڅکله خپلو ناروا موخو ته نشي رسېدلی؛ ځکه افغانان تل د غلامانو او پردیو پر وړاندې په مېړانه درېدلي دي.

    هره هغه ډله چې د افغان حکومت د کمزوري کولو او د پردیو هېوادونو د چوپړ نیت ولري، باید پوه شي چې افغان ملت به له خپل ټول توان سره له خپل اسلامي عزت او خاورې څخه دفاع وکړي او د هغوی د خیانت ریښې به وچې کړي.

    افغانان باید ویښ وي او هېڅکله اجازه ورنه کړي چې د دې خاورې هغه دښمنان، چې په فرانسه او تاجکستان کې ناست دي او د یهودو او نصاراوو په فرمایش چلیږي، یو ځل بیا دا سپېڅلې خاوره ناامنه کړي. موږ ټول باید له خپل نظام او مسئولینو ته د همکارۍ لاسونه ورکړو او په ګډه د دښمنانو دسیسې په نطفه کې خنثی کړو.

    مخکینۍ مقالهچين د يوه نوي ويروس له خپرېدو سره مخ دی
    راتلونکي مقاله پاکستاني طالبانو دېره اسماعیل خان کې د یوه برید په ترڅ کې یو پاکستانی جاسوس وژلی

    مربوطه لیکنې

    د ښځو له نامه د مقاومت جبهې ګټه اخیستنه؛ د فرانسې د پرېکړه‌لیک تر شا څه دي؟

    22 جون 2025

    د احمد مسعود سمبولیکې لیدنې، بهرنی ملاتړ او په وړاندې یې ننګونې

    21 جون 2025

    د ښځو په نامه سیاست؛ مقاومت جبهه ښځو ته د غربي حقونو په نوم د امتیاز په لټه کې

    20 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    تورې څېرې 22 جون 2025

    د ښځو له نامه د مقاومت جبهې ګټه اخیستنه؛ د فرانسې د پرېکړه‌لیک تر شا څه دي؟

    د ښځو حقوق؛ هغه مسئله ده چې له ډېر پخوا راهیسې یې معنی او مفهوم…

    مولوي امیرخان متقي له خپل پاکستاني سیال سره پر دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ خبرې کړي

    22 جون 2025

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د ښځو له نامه د مقاومت جبهې ګټه اخیستنه؛ د فرانسې د پرېکړه‌لیک تر شا څه دي؟

    22 جون 2025

    مولوي امیرخان متقي له خپل پاکستاني سیال سره پر دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ خبرې کړي

    22 جون 2025

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.