Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د ډیورنډ کرښې سودا؛ پاکستان ته د شر او فساد ډلې د غلامۍ بیه!
    لیکني

    د ډیورنډ کرښې سودا؛ پاکستان ته د شر او فساد ډلې د غلامۍ بیه!

    صابر افغانصابر افغان5 جنوري 2025۱ څرگندون3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    څو ورځې وړاندې د پاکستان د استخباراتي ادارې (آی‌ ایس‌ آی) مشر محمد عاصم مالک، په تاجکستان کې د د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره ولیدل او پر بېلابېلو موضوعاتو باندې یې بحث وکړ.

    هغه سفر چې یواځې د څو ورځو په تېریدو سره یې پټ اړخونه څرګند شوي او د شر او فساد لارویانو، د آی‌ ایس آی په مشرۍ، له پاکستاني پلاوي سره د دې جبهې د مشرانو لیدنه افشا کړې.

    د ولسي جرګې پخواني استازي او شر او فساد ډلې مخکښ غړي “عبدالحفیظ منصور” په خپله وروستۍ مرکه کې څرګنده کړې، چې د پاکستان د آی‌ ایس آی مشر د دې بدنامې جبهې له رهبرۍ سره لیدلي او دواړو لوریو یو بل ته ژمنې هم ورکړې دي.

    دا ناوړه او د نه منلو وړ همکاري یو لوري ته، خو یو بل څه چې د ملت غوصه یې راپارولې او د دې جبهې د مشرانو وطن‌ فروشي یې تر پخوا لا ډېره روښانه کړې ده، هغه خیانتونه دي، چې بغاوت جبهې د افغانستان د خاورې په اړه ترسره او حفیظ منصور په دې مرکه کې یاد کړي دي.

    حفیظ منصور په دې مرکه کې د شر او فساد جبهې په استازیتوب، په پوره بې شرمۍ سره څرګنده کړې چې د ډیورند کرښه د دوی لپاره یو رسمي او منل شوی نړیوال سرحد ګڼل کېږي او پاکستاني پلاوي ته یې د ډیورنډ د پورې غاړې خاورې په اړه، د افغانستان د اصلي خاورې په توګه د خپل تمایل او ارادې نه شتون څرګند کړی دی.

    خو تاریخي اسناد او شواهد ښیي چې تر دې دمه د افغانستان او پاکستان تر منځ هیڅ رسمي سرحد نه دی ټاکل شوی؛ بلکې دا کرښه د ډیورند په نوم د انګلیس له لوري په زور او یو اړخیزه توګه، په ختیځ او سوېل ختیځ کې د افغانستان د هماغه وخت په حکومت ور تپل شوې وه.

    دغه تښتېدلې او بدنامې څهرې چې د وطن‌ دوستۍ چیغې یې اسمان ته خېژي او هره ورځ د خلکو غوږونه ورباندې خوري، په حقیقت کې پر افغانستان د خپلې بیا واکمنۍ د راتګ، پر دې خاوره د چور د ټغر غوړولو او خپلې ګټې لپاره، د هېواد د دې نه بېلېدونکې او بلې هرې برخې پلورلو ته تیار دي.

    دا لومړی ځل نه دی چې دا بدنامې څهرې وطن پلوري، بلکې په تېرو وختونو کې یې هم په ځلونو داسې د شرم وړ کړنې ترسره کړې دي؛ په ځانګړې توګه هغه وخت چې د دوی مشر احمد شاه مسعود، چې د افغانستان د تاریخ یو نه هېرېدونکی خاین دی، د خپل ځان او خپلو ملګرو د ژوندي پاتې کېدو لپاره د پنجشېر د معادنو پر سر، له شوروي اتحاد سره چې ټولو د اشغالګرو په سترګو ورته کتل؛ معامله وکړه. د خپلو شخصي ګټو لپاره یې افغانستان او دا ستړی ملت د شوروي اشغال په اسارت کې پرېښود.

    باید وویل شي، لکه څرنګه چې د افغانستان ستر ملت د مسعود د خیانت پر وړاندې ودرېد، دا خاوره یې د شوروي اشغالګرو له ناپاک شتون څخه پاکه کړه، دا ځل به هم ددې ملت باتور بچیان د مسعود د بې لارې زوی او د هغه د ملګرو د ټولو دسیسو په وړاندې درېږي، د شر او فساد له نوي بادار «پاکستان» سره د دوی د نوې نقشې د عملي کېدو اجازه به ورنکړي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهسرپل کې څه باندې ۱۶۶۳ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوې
    راتلونکي مقاله ‏د هيواد د لویو لارو او سړکونو د نن ورځې وضعیت

    مربوطه لیکنې

    د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جیوپولیټیکي معادلې بدلون

    2 مارچ 2026

    د امریکا شین څراغ د پاکستان د زوال پیلامه ده

    1 مارچ 2026

    د پاکستان د پوځي رژیم نامشروع بریدونه او له هغوی د مقاومت جبهې دفاع

    25 فبروري 2026

    ۱ څرگندون

    1. محمد قاسم مل on 5 جنوري 2025 3:46 PM

      سلامونه او نيکي هيلي!
      ستاسې ليکني او معلومات هرو مرو لولم
      مننه چي هيوادوالو ته تازه، نوي او کره معلومات خپروئ. د فرصت په موندلو سره به ستاسو سره خپل معلومات يا ليکني درواستوم. مننه

      Reply
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 3 مارچ 2026

    امريکا له خپلو اتباعو غوښتي چې ژر تر ژره له اسرائیل او خلیج هېوادونو ووځي

    الجزيرې راپور ورکړی، چې امريکا له خپلو اتباعو غوښتي چې په بيړنۍ توګه له بحرين،…

    د افغانستان دفاعي بریا او راتلونکي ګامونه

    2 مارچ 2026

    د هند دفاع وزیر راجنات سېنګ: که پاکستانی رژیم له خپل ناسم چلند څخه لاس وانه‌خلي، نو هند به داسې ځواکمن ځواب ورکړي چې نړۍ به یې یاد ساتي

    2 مارچ 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    امريکا له خپلو اتباعو غوښتي چې ژر تر ژره له اسرائیل او خلیج هېوادونو ووځي

    3 مارچ 2026

    د افغانستان دفاعي بریا او راتلونکي ګامونه

    2 مارچ 2026

    د هند دفاع وزیر راجنات سېنګ: که پاکستانی رژیم له خپل ناسم چلند څخه لاس وانه‌خلي، نو هند به داسې ځواکمن ځواب ورکړي چې نړۍ به یې یاد ساتي

    2 مارچ 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،111 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،063 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،125 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.