Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»د شر او فساد ډلې مشران د وطن پلورنې مخکښان دي
    تورې څېرې

    د شر او فساد ډلې مشران د وطن پلورنې مخکښان دي

    صابر افغانصابر افغان5 جنوري 2025څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د الهي قوانینو تر څنګ، د انسانانو په لاس جوړو شويو قوانینو کې هم د شر او فساد خپرونکو سزا او قباحت معلوم دی، دوی د خپلو شخصي ګټو په نشه کې دومره ډوب روان وي، چې خپل او پردي نه پېژني او یواځې د بادار لخوا ورکړل شوی د بربادۍ هدف تعقیبوي.

    په نوره نړۍ کې د شر او فساد لارویان نشته، دا مردوده پدیده د غربي نړۍ لخوا یواځې او یواځې په افغانستان کې پیدا او وپړسول شوه. دوی د خپلو ګټو لپاره هر لوري ته مایلان پیدا کوي، ژبې او رنګونه د خپلو ګټو لپاره په شېبو کې بدلوي.

    تاریخ ګواه دی، چې دې خاورې د شر او فساد د لارویانو لخوا داسې بدې ورځې تجربه کړي دي، چې ویجاړۍ یې تر نن ورځې نه دي ابادي شوي. خو لا هم شریر عناصر له خپل بربریت څخه سر په لاس شوي نه دي. تازه د پرځېدلي جمهوریت د پارلمان وکیل او د شر او فساد مقاومت جبهې د رهبرۍ غړي حفیظ منصور له پاکستان سره فرضي کرښه، رسمي پوله مني او وایي، مونږ د افغانستان لپاره ټول سرحدونه محترم او نړۍوال بولو او په دې اړه هیڅ قانوني دعوه او اعتراض نلرو.

    ډیورنډ کرښه د نړۍوال او رسمي سرحد منل د هغو ټولو افغانانو په سترګو کې خاورې شیندل دي، چې د دې جغرافیې د ساتلو لپاره یې خپلې ککرۍ شیندلې او دا وطن یې له انګرېز، چنګېز او امریکایانو څخه د وجود په ټوټه – ټوټه کولو ساتلی او په همدې کرښه یې د ژوند وروستۍ سلګۍ وهلي دي.

    حفیظ منصور په ډېره سپین سترګۍ زیاتوي، چې موږ په افغانستان کې د پاکستان په مرسته د ځان او پاکستان لپاره جګړه کوو، تر څو د دواړو ګټې خوندي کړو. د شر او فساد لارویان څومره سپین سترګي دي! دوی نه یواځې دا چې افغاني او اسلامي ارزښتونه پلوري، برعکس د افغانانو په احساساتو ملنډې هم وهي او بیا بیرته خپله د پاکستان غلامي پر نورو ورتپي.

    د شر او فساد عاملین تر نن ورځې د خپل مشر احمد شاه مسعود د لارې په تعقیب پسې روان دي. هغه د بدخشان یاقوت او زمرود چې د ټول ملت ګډه شتمني وه، پاکستان ته یې د هغوی چورلکې ترې ور ډکولې او یاد قیمتي کاڼي یې د لیلام په بیه پلورل. نن یې بچي پر هماغه پاکستان سلامته جغرافیه پلوري.

    یوه نقطه چې باید له پامه ونه غورځول شي، چې د شر او فساد لارویانو په هر وخت کې د دې خاورې د پلورلو او تجزیه کولو هڅه کړې ده. له دې وړاندې د پاکستان آی ایس آی، له شر او فساد سره په ګډه د واخان د نا امنه کولو لپاره پلانونه او ګمارنې کړې وې، چې یو تن جاسوس یې نیول شوی هم دی؛ دغه کړنو له هر څه پرده پورته کړه، دوی دا چاره د افغانستان د بې ثباته کولو لپاره پر مخ وړله/ وړي.

    د پرځېدلي جمهوریت، د هماغه وخت د ملي امنیت د رئیس رحمت الله نبیل لخوا هغه وخت هم د ډیورنډ فرضي کرښې پر سر د سودا کولو غږ اوچت کړ او یادونه یې کول، چې درې تنو ۱۷۰ میلیونه ډالر د یاد اغزن تار د تېرولو پر سر اخیستي دي.

    د نبیل له څرګندونو وروسته د ننګرهار د هغه وخت والي شاه محمود میاخېل د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې، د تورخم د رسمي افتتاح او دروازې د پرانستې لپاره په همدې موخه ور ولېږل شو، تر څو دغه کرښه د سرحد په پڼه قانوني حیثیت غوره کړي. نن هم د هماغه د بادار له غېږې د وطن د خرڅولو چیغي وهي.

    موږ د افغانانو په حیث دا مسؤلیت لرو، چې دا مردود، قبیح او وطن پلورونکي خلک وپېژنو او پر وړاندې یې کلک ودرېږو، تر څو مو خپل الٰهي او ملي مسؤلیت اداء کړی وي او الله تعالی ته مو هم غاړه خلاصه کړې وي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهاردوغان: لکه څنګه چې په سوريه د ازادۍ لمر وځلېد همداسې به د غزې په اسمان هم ځلیږي
    راتلونکي مقاله پاکستاني طالبانو په پوځي کاروان بريد کې شپږ پوځيانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

    مربوطه لیکنې

    د ښځو له نامه د مقاومت جبهې ګټه اخیستنه؛ د فرانسې د پرېکړه‌لیک تر شا څه دي؟

    22 جون 2025

    د احمد مسعود سمبولیکې لیدنې، بهرنی ملاتړ او په وړاندې یې ننګونې

    21 جون 2025

    د ښځو په نامه سیاست؛ مقاومت جبهه ښځو ته د غربي حقونو په نوم د امتیاز په لټه کې

    20 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 22 جون 2025

    د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت: د سرپرست حکومت اقتصادي پالیسي تائید شوه

    د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په نوبتي غونډه…

    د روسیې د ملي امنیت شوری مرستیال: یو شمېر هېوادونه چمتو دي ایران ته اټومي سرګلولې ورکړي

    22 جون 2025

    بهرنیو چارو وزارت: د ایران د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا نقض د منلو نه دی

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت: د سرپرست حکومت اقتصادي پالیسي تائید شوه

    22 جون 2025

    د روسیې د ملي امنیت شوری مرستیال: یو شمېر هېوادونه چمتو دي ایران ته اټومي سرګلولې ورکړي

    22 جون 2025

    بهرنیو چارو وزارت: د ایران د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا نقض د منلو نه دی

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.