Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»دیني لیکني»جګړه ییز شدت پاکستاني چارواکي وارخطا کړي دي
    دیني لیکني

    جګړه ییز شدت پاکستاني چارواکي وارخطا کړي دي

    صابر افغانصابر افغان9 جنوري 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار رانا ثناءالله په یو مرکه کې ويلي، چې د پاکستان پوځ د ګواښونو د له منځه وړلو لپاره د ډریورنډ فرضي کرښې دواړو غاړو ته د عملیاتو حق لري. دا څرګندونې یې له ولس څخه د خلاصون په پار کړې دي، ځکه چې په دې وروستیو کې د پاکستان په بېلابیلو سیمو کې، ستر بریدونه شوي دي، چې په ځینو مرګونو پېښو کې پوځ ته زیات مالي او ځاني زیانونه هم اوښتي دي.

    ثناءالله له ولس څخه د خلاصون او د هغوی پوښتنو ته د ځواب په مقابل کې په غیر ارادي بڼه ویلي، چې د پاکستان پوځ د ګواښونو د له منځه وړلو لپاره د ډيورنډ فرضي کرښې دواړو خواو ته د عملیاتو حق لري.

    له ثناءالله وړاندې د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف هم افغانستان تورن کړی و، چې د پاکستان مخالفین هلته پټنځایونه لري، که موږ وغواړو، نو په افغانستان کې نظامي عملیات کولای شو. په داسې حال کې چې پاکستان خپله د ټي ټي پي تر ډېرو سختو او مرګونو بریدونو لاندې ساه اخلي.

    پاکستان له افغانستان سره د تاریخ په اوږدو کې نه دوست شوی او نه به دوست شي، دوی همېش افغانانو ته لومړی د دوستۍ او ورورولۍ لاس ورکړی، خو بیا یې برعکس کړنې ترسره کړې دي؛ له دې علاوه اوس خپل ولسونه په یوه او بله بهانه تېر باسي.

    اوس مهال پاکستان، د هغه ډلو او ټپلو ملاتړ کوي، چې په افغانستان کې حاکم نظام ننګوي؛ دوی د بغاوتګرو حمایه کړې، فتنه ګرو ډلو ته یې پټنځایونه ورکړي او د دوی په غېږه کې شپې او ورځې سبا کوي، یو شمېر غړو یې د طالبانو په ضد له هماغه ځایه تبلیغاتي جګړه روانه کړې ده او ناسم تبلیغات کوي.

    پاکستان باید د افغانستان په اړه پر خپله پالیسۍ له سره غوره وکړي، ځکه روانه پالیسي به ډېره سخته، ستونزمنه او خطرناکه ورته تمامه شي، ځکه چې واقعي افغانانو ته پر ولسونو ظلم او پر خاوره یې تېری، په هیڅ صورت د زغملو وړ نه دی.

    ثناءالله په خپلو څرګندونو کې همدا راز ویلي، کله چې د فرضي کرښې د ها غاړې خبره کېږي، دا نړۍوال قانون دی چې، له هر ځایه ستاسو خاورې ته د برید ګواښ کېږي یا ورته چمتو والی نیول کېږي، بیا ستاسو حق دی چې د خپل امنیت لپاره اقدام وکړئ.

    د روانې مرغومې میاشتې پر څلورمه نېټه د پاکستان جیټ الوتکو د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې بې رحمانه بمبارۍ وکړې، چې د ماشومانو په ګډون څه باندې ۵۰ تنه مهاجرین پکې شهیدان کړل؛ پاکستان له دغه تېري وروسته غاښ ماتوونکی ځواب ترلاسه کړ. اوس هم باید عبرت واخلي او له شریرو کړنو پر شا شي، ځکه چې افغان مؤمن او مجاهد ولس هیڅکله پر خپله خاوره د پردیو یرغلونه او بهرنۍ دسیسې نه دي منلي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد افغانستان او هند دیپلوماتیکې اړیکې رسمي کچې ته رسېدلي
    راتلونکي مقاله غزه کې د «کتائب القسام» ځواکونو په تازه بریدونو کې اووه اسرائیلي پوځیان وژل شوي

    مربوطه لیکنې

    مقاومت جبهه؛ د قرآن کریم له انده (١١)

    23 نوومبر 2024

    مقاومت جبهه؛ د قرآن کریم له انده(١٠)

    20 نوومبر 2024

    مقاومت جبهه؛ د قرآن کریم له انده(٩)

    18 نوومبر 2024
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 21 جون 2025

    د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر ایهود باراک: له ایران سره جګړه هیڅ منطقي توجیه نه‌لري او د دغه هېواد اټومي پروګرام له‌منځه وړل نا ممکن دي

    د صهیونیستي رژیم پخواني لومړي وزیر ایهود باراک ویلي، چې دا مهال له ایران سره…

    مولوي امیرخان متقي ترکیه کې له خپل سوریایي سیال اسعد حسن الشیباني سره کتلي

    21 جون 2025

    د سټنډرډ عالي شوری د نفتي توکو په برخه کې ۵۷ سټنډرډونه او ازمایښتي کړنلارې تصویب کړې

    21 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر ایهود باراک: له ایران سره جګړه هیڅ منطقي توجیه نه‌لري او د دغه هېواد اټومي پروګرام له‌منځه وړل نا ممکن دي

    21 جون 2025

    مولوي امیرخان متقي ترکیه کې له خپل سوریایي سیال اسعد حسن الشیباني سره کتلي

    21 جون 2025

    د سټنډرډ عالي شوری د نفتي توکو په برخه کې ۵۷ سټنډرډونه او ازمایښتي کړنلارې تصویب کړې

    21 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،964 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،895 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،890 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.