د رويټرز د راپور له مخې، د یمن حوثیانو یو ځل بیا د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د ملک خالد نړیوال هوايي ډګر د کارولو په اړه خبرداری ورکړی او دغه هوايي ډګر یې خپل «پوځي هدف» بللی دی.
رویټرز ويلي د حوثیانو پوځي ویاند یحیی سریع ویلي، چې پر دغه هوايي ډګر به بریدونه دوام ولري.
نوموړي له ټولو هوايي شرکتونو، د هوايي ډګر له کارکوونکو او مسافرو غوښتي، چې له دغه ډګره استفاده ونه کړي.
دا خبرداری څو ساعته وروسته له هغه ورکړل شوی، چې د ملک خالد هوايي ډګر اعلان وکړ، د یکشنبې له ورځې به لومړی ترمینل د کورنیو او دویم ترمینل د سعودي ملي هوايي شرکتونو د نړیوالو الوتنو لپاره ځانګړی شي.


