پاکستاني حکومت په دغه هېواد کې په بې مخینې ډول د ډېرېدونکو کشمکشونو، سیاسي اړ و دوړ، ترینګلي امنیتي وضعیت، پاشل کېدونکي اقتصاد، ټولنیز طبقاتي سیستم، پراخېدونکي اخلاقي او اداري فساد او له ولس سره ډېرېدونکي واټن څخه د خلکو او نړۍ د پام اړولو، د پاکستاني ملت او هلته د محکومو او مظلومو قومونو د تېر ایستنې لپاره ځینې نمایشي او حاشیوي منډې ترړې پیل کړي او هڅه یې دا ده ترڅو په کور دننه، سیمه ییزه او نړیواله کچه له منځه تللی حیثیت پرې بېرته اعاده او یا تر یوې کچې کنټرول کړي.
پاکستاني حکومت چې واګې یې د یوه ظالم پوځ او استخباراتو په لاس کې دي، بیا هم د ستونزو د حل لپاره اصلي علتونو او جرړو ته د مراجعې پر ځای، نمایشي کارونو ته لاس اچولی او داسې ښکاري چې دغه حکومت لا هم له ولس سره د خپلو ستونزو اساسي حل ته ژمن نه دی او په دې ډول نمایشي کارونو او منډو ترړو یواځې غواړي چې د لنډې مودې لپاره د ټپي، زورېدلي، کړېدلي او مظلوم ولس د غوسې او کرکې په اور اوبه واچوي او پام یې د لنډې مودې لپاره ترې بلې خواته واړوي.
د پاکستاني حکومت، پوځ او استخباراتو اوږدو ظلمونو، وحشتونو، جنایتونو، قتلونو، شکنجو او غیر انساني او غیراسلامي زندانونو، پردیو پروژو او ناسمو سیاستونو، دا هېواد یوځل دوه ټوټې کړ او د همدغو ناسمو پالیسیو او ظلمونو په پايله کې د ختیځ پاکستان اوسېدونکي اړ کړ، چې ان خپل دښمن (هند) ته پناه ور وړي او د پاکستاني جنایتکاره او ظالم پوځ له ظلمونو او جنایتونو د خلاصون لپاره ترې مرسته وغواړي. همداسې وشول او د ختیځ پاکستان اوسېدونکو له دغه جنایتکار پوځ سره د یوې سختې جګړې په پایله کې خپله ازادي خپله کړه او بنګلهدېش په نامه یې ځان ته مستقل هېواد جوړ کړ.
دغه ظالم او جنایتکاره پوځ له هغه پېښې د عبرت اخیستلو پر ځای، د هماغو ناسمو پالیسیو، جنایتونو، ظلمونو او وجشتونو ته دوام ورکړ. د تېر په پرتله یې توپیر دا دی، چې دا ځل د دغه هېواد پر پوځ، حکومت، استخباراتو او ټولو سرچینو حاکمو اقلیت پنجابیانو په دغه جغرافیه او پښتونخوا پر مېشتو لویو قومونو لکه پښتنو، سندیانو، بلوڅانو او کشمیریانو له اوږدې مودې راهیسې ناتار جوړ کړی، ځوانان یې ورته وژني، کورونه یې ورته په بمونو الوځوي، مشران یې په یوه او بل نامه یا وژني او یا یې تري تم کوي، د ژوند له اساسي او لومړنیو امکاناتو یې محروم کړي، د دوی په سیمو کې شته طبیعي زېرمې لوټي، د دوی د اوسېدو په سیمو کې د امریکايي، غربي او نورو هېوادونو د شومو پروژو د پلي کولو په نوم ترې پیسې اخلي او په ټوله کې د دې سیمو پر خلکو یې عادي ژوند تریخ کړی.
له دغو ناوړه لارو په ترلاسه کېدونکو پیسو څو ظالم پاکستاني پوځي مشران، څو مفسد سیاسیون او قومي او مذهبې ټېکه داران په دوبۍ، امریکا، اروپا او نورو هېوادونو کې بنګلې ابادې کړي، بچیانو او د کورنۍ غړو او بچیانو ته یې له عیشت او نوش ډک ژوند برابر کړی او په غرب کې د دوی ټول لوړ لګښتونه د بلوڅانو، پښتنو او نورو پرګنو له وینو تامینوي.
دغو ټولو بې عدالتیو، جنایتونو او قساوتونو پاکستان دا ځل په څو ټوټو د وېشل کېدو پر پوله درولی، د سیال له سیالۍ یې پرځولی، حیثیت یې بایللی، پورونو غرق کړی او هر چا منزوي کړی دی. محرومو پښتنو، وژل شویو او وژل کېدونکو بلوڅانو، مظلومو کشمیریانو او سندیانو اوس هلته له دغه ظالم پوځ او حکومت د خلاصونو په موخه خپلې مبارزې په درز کې روانې کړي دي او داسې ښکاري چې پاکستان به دا ځل د دوو پر ځای څلور او پنځه ټوټې کېږي. دغه شک هغه مهال په یقین بدل شو، کله چې د پاکستان مفسد، ظالم او جنایتکاره پوځ او مشران دا هرڅه په رډو سترګو ویني، خو د اصلي ستونزو د حل او له ولس سره د پخلاینې پر ځای په نورو لوبو، حاشیوي او نمایشي منډو ترړو بوخت دي.