په نږدې موده کې د تش په نوم مقاومت جبهې قوماندان، لکه حسیب قوای مرکز، شمس، بابه او اوس بیا میرویس، د وژنې د یوې لړۍ برخه وو، چې دا لړۍ به څومره دوام او پرمختګ وکړي، معلومه نه ده، خو دا حقیقت یې په ډاګه کړ چې دا هر څه د دغه تش په نوم جریان له بې کفایته رهبرۍ، ناکام مدیریت، پټو معاملو، ژورو داخلي اختلافاتو او ګڼو نورو ستونزو څخه سرچینه اخلي. د دې پرله پسې درنو تلفاتو عاملین غواړي په لوی لاس د پردیو زامن د تباهۍ کندې ته ور ټېل وهي.
که یو خوا پام وکړو، نو دا ټول قوماندانان او ورسره ملګري یې په داسې حال کې هېواد ته د بې ثباتۍ، ناامنۍ او فتنو خپرولو په تکل راغلي وو، چې د خاورې د دفاع اصیلو، بیدارو او ځواکمنو بچیانو یې په وړاندې مخکې له مخکې غوڅ او پرېکنده اقدامات پلان کړي وو. د مخالفینو د همدغو ناپاکو نیتونو په غبرګون کې، امنیتي او استخباراتي ځواکونو دښمن ته داسې ضربه ورکړه، چې د هغوی ټول شوم پلانونه په اوبو لاهو شول.
خو بل خوا خواشینوونکې او په عین حال کې د عبرت وړ خبره دا ده چې دغه غولېدلي قوماندان او نور ځوانان د یوه داسې میراثي مشر(احمد مسعود) د تشو خیالاتو لپاره قرباني شول، چې د جګړې په عملي ډګر کې یې د قربانۍ پر ځای، د اروپا له مجللو کورونو او نورو بهرنیو استخباراتو له مېلمستونونو څخه په خوندي ډول د آنلاین خواخوږیو بازار تود ساتلی دی. د میدان پر سر د پردیو زامنو د سرونو قرباني او د رهبرۍ په برخه کې بیا یوازې د احمد مسعود د مجازي خواخوږۍ اعلامیو په ډاګه کړه چې دغه قوماندانان د یوې کورنۍ او انحصاري ډلې د بقاء لپاره د قربانۍ پسونه ګرځول شوي دي او بس!
یو تریخ او دردونکی حقیقت دا دی چې د دغه هرې مرګ ژوبلې ګټه یوازې د احمد مسعود د کورنۍ جبهې او ځینو بهرنیو او سیمه ییزو استخباراتي شبکو ته رسېږي. هغو استخباراتي کړیو چې په تېرو څو لسیزو کې یې هېڅکله د افغانستان د آبادۍ، سولې او ثبات په برخه کې ښه نیت نه درلود، تل یې د افغانانو له وینو څخه د خپلو منحوسو اهدافو د پوره کولو لپاره کار اخیستی دی او لا هم په ډېرې بې شرمۍ سره دغه تګلارې تعقیبوي.
نور باید د دغه خیالي ډلې پاتې غړي او هغه ځوانان چې د احمد مسعود د کورنۍ جبهې او استخباراتي اجیرانو په خرافاتو او پروپاګند غولېدلي دي، د دې زهرجنې او ناکامې لوبې اصلي ماهیت درک کړي. افغان ولس نن په ارامۍ، امنیت او خپلواکۍ کې ژوند کوي، د بې ثباتۍ او ورانکارۍ هېڅ ډول هڅه نه شي زغملای او پر وړاندې یې تر ټولو کلک او غوڅ دریځ لري. تاریخ په ډاګه کړې ده چې د افغان مؤمن ملت د ارادې پر خلاف شومې استخباراتي پروژې موخو ته نه شي رسېدلی؛ د دې خاورې اصلي مالکان به هېچا ته هم اجازه ورنه کړي چې د دوی آزادي، امنیت او ثبات د پردیو موخو قرباني شي.


