Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»د حليمي بایللی عزت، استخباراتي ماموریت او پر سپېڅلو لارو او مبارزو تهمت!
    تورې څېرې

    د حليمي بایللی عزت، استخباراتي ماموریت او پر سپېڅلو لارو او مبارزو تهمت!

    صابر افغانصابر افغان14 جنوري 2025څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د پرځېدلي جمهوریت پرمهال د حج او اوقافو وزیر، محمد قاسم حلیمي چې یوه مشکوکه، مرموزه او له هسکو ټيټو ډکه مخینه لري، په افغانستان کې د امریکايي اشغال تر یوغ لاندې یې د ږیرې، ملا او مولوي له ادرسه ځان د اشغال یوه فعاله مهره ګرځولې وه. نوموړي په مصر کې زده‌کړې کړي او ویل کېږي چې د هغه هېواد له استخباراتو سره یې اوږدې او نږدې اړیکې لرلې او له هغه چینل څخه یې د افغانستان په اړوند مهم او له رازونو ډک معلومات تر امریکايي استخباراتو رسول.

    د جمهوري دورې په پیل کې، د هغه مهال د ملي امنیت ادارې چې اکثریت رهبري او غړي یې پنجشېریان وو، په دې تور ونیوه، چې د احمدشاه مسعود وژونکو ته یې اجازه لیک صادر کړی و، نوموړی یې بګرام زندان ته ولېږه، خو حلیمې هلته ډېر ژر له امریکايي استخباراتو او ادارو سره اړیکې پیدا کړې، د بندیانو خبرې به یې امریکایانو ته ژباړلې او د دوی مهم رازونه به یې ورته افشا کول. دې خوش خدمتۍ د امریکایانو او حلیمي ترمنځ یارانه نوره هم ګرمه کړې وه او نوموړی په باګرام کې د یوه ځانګړي کس او یا هم مېلمه په توګه ساتل کېده او د یوه زنداني په توګه ورسره چلند نه کېده.

    کله چې جمهوري دورې په شړېدو پیل وکړ، نو حلیمې، رحمت الله اندړ او د دوی په څېر نور منافقین، چې په ظاهره یې د ملا، مولوي له نوم او اوږدې ږیرې استفاده کوله، په کابل کې د امریکا د سفارت په ځانګړې سپارښتنې د اشرف غني د ادارې د حکومت راس ته راوستل شول، ترڅو له یوې خوا له دې لارې له شړېدو او پاشل کېدو سره مخ جمهوریت وژغوري او له بلې خوا خلکو ته امریکايي اشغال، د بې‌ګناه افغانان مرګ ژوبله، د دوی ربړول، زندانونو ته اچول، پراخ اخلاقي او اداري فسادونه، رشوتونه او لسګونه نور ناوړه کارونه په خپلو دلالو او پستو ډالري ژبو وپوښي او دې نادودو ته مشروعیت ورکړي.

    حليمي او د ده د جالې نورو سپرو کسانو د خپل استخباراتي ورکړل شوي ماموریت له لارې دا کار په ډېره سپین سترګۍ، ذلالت او منافقت سره پرمخ یووړ. د هېواد په ګوټ ګوټ کې اسلامي علماوو، د جوماتونو امامانو او مفتیانو هغه مهال د امریکايي اشغال، د تېرې فاسدې ادارې د غلامۍ، جنایتونو، فسادونو او وحشتونو خلاف غږ پورته کاوه، خو همدا حلیمي او د ده نور منافقو ملګرو به د دغو علماوو د برحقې داعیې د رد لپاره دلایل راتراشل.
    تازه نوموړي په یوه بحث کې د امریکايي اشغال پر وړاندې د برحقې مبارزې او جهاد د بدنامۍ لپاره د دې حقې لارې پر لارویانو، د دې حقې لارې د بدنامولو لپاره یو لړ تورونه پورې کړي او دې برحقې لارې او لارویانو ته یې د خپلې جاسوسي، استخباراتي او مرموزې مخینې پر اساس له خپلو عینکو کتلي دي، خو حلیمي دا هېروي، چې د دې تورې مخینې له ده او د ده له لارویانو او هملارو څه جوړ کړل؟ څومره یې ذلیل کړل؟ څومره یې وشرمول؟ خو برعکس هغو کسانو چې په دې لاره کې بېخي ډېرې قربانۍ ورکړې، د ځان غوښې او هډونه یې په اورونه کباب کړل، خپل مال، ځان او اولاد یې تر دې برحقې لارې قرباني کړل، په بدل کې یې لوی رب ورته څومره عزت ورکړ، خپل هېواد او ولس ته یې سرلوړې ازادي واخیستله او هغه ستر طاغوت یې مات کړ، چې حلیمي او د حلیمي لارویانو یې په غلامۍ، جاسوسۍ او غېږ کې ډېر وخت تېر کړ.

    نو حلیمي او د حلیمي لارویان او هملاري به د خپل تللي شرف، تللي عزت، برم او حیثیت د اعادې او دغه راز خپلو بادارانو ته د ژمنتیا لپاره خپله اصلي دنده (جاسوسي، خوش خدمتي، د سپېڅلو ادرسونو او مبارزو بدنامي او د تورونو لړۍ) پر مخ وړي، پخوا یې هم همدا کار کاوه، اوس یې هم کوي او په راتلونکي کې به یې هم کوي، خو یوه څه به واضح وي، چې سپېڅلې لارې، سپېڅلې مبارزې او لارویان به یې تل سرلوړي، نوم لوړي او ویاړمن وي، خو لوېدلي، پرځېدلي، شرمېدلي، پلورل شوي او بې حیثیته کسان او ادرسونه به تل همداسې بې شرفه، بې عزته او لالهانده وي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد ډالر او یورو د قاچاق مخنیوی؛ امنیتي ځواکونه او افغانستان بانک د مالي ثبات ډاډ ورکوي
    راتلونکي مقاله په تېره یوه میاشت کې څه باندې ۶۵ زره جریبه ځمکه له غصب څخه راګرځول شوې

    مربوطه لیکنې

    د ښځو له نامه د مقاومت جبهې ګټه اخیستنه؛ د فرانسې د پرېکړه‌لیک تر شا څه دي؟

    22 جون 2025

    د احمد مسعود سمبولیکې لیدنې، بهرنی ملاتړ او په وړاندې یې ننګونې

    21 جون 2025

    د ښځو په نامه سیاست؛ مقاومت جبهه ښځو ته د غربي حقونو په نوم د امتیاز په لټه کې

    20 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 22 جون 2025

    د يمن د انصار الله د سياسي دفتر غړی محمد البخيتي: د ايران ترڅنګ د امريکا پر وړاندې د جګړې ډګر ته دانګو

    عربي بوسټ رسنۍ راپور ورکړی، چې په یمن کې د انصارالله سیاسي دفتر غړي «محمد…

    د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت: د سرپرست حکومت اقتصادي پالیسي تائید شوه

    22 جون 2025

    د روسیې د ملي امنیت شوری مرستیال: یو شمېر هېوادونه چمتو دي ایران ته اټومي سرګلولې ورکړي

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د يمن د انصار الله د سياسي دفتر غړی محمد البخيتي: د ايران ترڅنګ د امريکا پر وړاندې د جګړې ډګر ته دانګو

    22 جون 2025

    د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت: د سرپرست حکومت اقتصادي پالیسي تائید شوه

    22 جون 2025

    د روسیې د ملي امنیت شوری مرستیال: یو شمېر هېوادونه چمتو دي ایران ته اټومي سرګلولې ورکړي

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.