Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»عطامحمد نور؛ رهبر که تښتېدلی لوټمار!؟
    تورې څېرې

    عطامحمد نور؛ رهبر که تښتېدلی لوټمار!؟

    صابر افغانصابر افغان15 جنوري 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د جمهوریت تېر شل کلونه د افغانستان د معاصر تاریخ تر ټولو توره دوره بللی شو، هغه دوره چې د افغان کړېدلي ولس ژوند د شر او فساد ډلو په منګولو کې بند و او له کړاوونو ډکې ترخې شپې او ورځې یې تېرولې.

    د هغه وخت تورو او بدنامو څهرو لکه اسماعیل خان، محمد محقق، عبدالرشید دوستم، عطامحمد نور او نورو چې ځانونه یې په ناحقه د هېواد سیاسي مشران بلل، پر بېلابېلو سیمو باندې یې د قدرت او نفوذ غدۍ اچولې وه او د باج اخېستونکو ډلو په جوړولو سره یې ملي شتمنۍ په ظالمانه توګه لوټلې.

    جمهوریت د دې جګړه‌ مارانو د سرغړونو د مهار په برخه کې د بې‌ کفایتۍ او ناتوانۍ له امله، د هغوی په چور او چپاول کې ورسره شریک و او همدوی د بیت‌ المال د لوټلو لپاره لارې پرانیستې وې.

    په دې وروستیو کې هندوکش غږ داسې محرم اسناد ترلاسه کړي، چې د عطامحمد نور اصلي څهره یې د افغانستان خلکو ته لا روښانه کړې ده. په دې اسنادو کې د نورو افرادو د غلاوو د یو بل پړاو او د فساد په اړه ډېر څه بربنډ شوي دي.

    په دې اسنادو کې د سید محمد نور (د عطامحمد نور وراره)، محمود اصفیا (د بلخ د ګمرک مدیر)، ندا محمد نور (د بلخ د ګمرک د څېړنو آمر)، معصوم قیومي (د آستراس ریاست مشر) او حبیب‌ الله ګذر (د حیرتان د امنیه قومندان) نومونه یاد شوي دي.

    یادو کسانو سره له دې چې بیلابېلې دندې او فاسدې ځانګړتیاوې یې درلودې؛ د بلخ د پخواني والي او د شر او فساد ډلې د رهبرۍ د اوسني غړي عطامحمد نور د مفسدې کړۍ تر چتر لاندې په یوه ډله کې سره را ټول شوي وو.

    هو! دې کسانو هر یوه یې د جمهوریت په دوره کې د عطامحمد نور له سیاسي نفوذ او زور څخه په ګټه اخیستنې، په پراخ مالي او جنایي فساد کې ښکېل وو. سره له دې چې حکومت له دې هر څه خبر و، خو د مقابلې او مخنیوي هیڅ توان یې نه درلود.

    تښتونې، د پیسو قاچاق، رشوت اخیستل او نور جنایي جرمونه ټول د عطامحمد نور د سیاسي ځواک او نفوذ تر سیوري لاندې په ډاډه زړه ترسره کېدل او هېڅ ډول خنډ یې پر وړاندې نه و.

    د یادونې وړ ده چې خپله عطامحمد نور نږدې شل کاله د بلخ اعلان شوی او نا اعلان شوی والي و. نوموړي د حیرتان بندر ډېره برخه عواید په خپل جیب کې اچول، د خپل نفوذ او ځواک په کارولو سره یې ګڼ شمېر جنایي شبکې جوړې کړې وې. دې شبکو د سوداګرو او شتمنو خلکو د کورنیو غړي تښتول او په بدل کې یې درنې پیسې ترلاسه کولې.

    خو د اوسني نظام په راتګ او د جمهوریت په سقوط سره د دې جګړه‌ مارانو د غلا او لوټلو ټغر ټول او د افغانستان خلک د دغه نیکټایي دارو غلو له منګولو څخه آزاد شول.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد اسرائیلو په زندانونو کې د فلسطیني بندیانو وضعیت؛ شمېر یې د ښځو او ماشومانو په ګډون زرګونو کسانو ته رسېږي
    راتلونکي مقاله د سويلي کوريا ولسمشر ونيول شو

    مربوطه لیکنې

    د ملي ګټو پلورونکي او د پرديو تېري ته خوشبین نندارچيان

    28 فبروري 2026

    د افغانستان د مهمو مسایلو په تړاو د مخالفینو بې منطقه نیوکې او تحلیلونه

    15 فبروري 2026

    ولې مخالفین د اپسټین په قضیه کې لوېدیځ ته میلان ښه انځوروي؟

    11 فبروري 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 6 مارچ 2026

    د تېرې شپې عملياتو کې له پاکستاني ملېشو ګڼې سپکې او درنې وسلې غنیمت شوي

    ملي دفاع وزارت وايي، تېره شپه د ردالظلم انتقامي عملیاتو په بهیر کې کندهار ولایت…

    مولوي امیرخان متقي له خپل روسي سیال سره ټلیفوني خبرې کړي

    6 مارچ 2026

    میرانشاه کې پر پاکستاني عسکرو د سرتېري برید مسؤلیت حافظ ګل بهادر ډلې ومانه

    6 مارچ 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د تېرې شپې عملياتو کې له پاکستاني ملېشو ګڼې سپکې او درنې وسلې غنیمت شوي

    6 مارچ 2026

    مولوي امیرخان متقي له خپل روسي سیال سره ټلیفوني خبرې کړي

    6 مارچ 2026

    میرانشاه کې پر پاکستاني عسکرو د سرتېري برید مسؤلیت حافظ ګل بهادر ډلې ومانه

    6 مارچ 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،114 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،063 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،129 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.