د عدلیې وزارت سرپرست مولوي عبدالحکیم شرعي په کابل کې د ترکیې له سفیر جنک اونال سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی.
ښاغلي شرعي په دې کتنه کې د افغانستان او ترکیې ترمنځ مذهبي او کلتوري مشترکاتو ته په اشارې سره ویلي، چې اسلامي امارت د اصولو او ضوابطو له مخې د نړۍ له ټولو هېوادونو په ځانګړې توګه له اسلامي هېوادونو سره د خپلو بهرنیو اړیکو پراخولو ته ژمن دی.
جنک اونال ترکیه او افغانستان ورونه هېوادونه بللي او ویلې یې دي چې هېواد يې ژمن دی چې په بېلابېلو برخو کې له اسلامي امارت سره همکاري ولري.
نوموړي زیاته کړې ده چې د هېواد جمهور رئیس یې افغانستان کې پرمختګونه په دوامداره توګه تعقیبوي او هدایت یې ورکړی چې له اسلامي امارت سره اړیکې لازیاتې پياوړې شي.