د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې شاوخوا ۱۶۶۰ هغه افغانان چې امریکا ته د تلو اجازه ورکړل شوې وه، د ټرمپ د هغه امر له امله چې د کډوالو پروګرامونه یې ځنډولي، د پروازونو لغوه کېدو سره مخ دي.
رويټرز د یوه امریکايي مدافع وکیل، شان وینډایور له قوله لیکلي، په دغو پناه غوښتونکو کې هغه بې سرپرسته ماشومان هم شامل دي چې غواړي له خپلو کورنیو سره په امریکا کې یو ځای شي.
د رویټرز راپور زیاته کړې چې تر دې دمه د امریکا بهرنیو چارو وزارت او سپینې ماڼۍ په دې تړاو څه نه دي ویلي.