د اسرائيلو مشهور خبريال او د استخباراتو پخواني غړي «بارک سيري» له حماس غورځنګ سره د صهيونيستي رژيم د اوربند په تړون توندې نيوکې کړي او د اسرائيلي بنديانو د خلاصون په وخت کې یې امريکا ته د لومړي وزير نتنياهو سفر د شرم وړ کار بللی دی.
هغه ويلي «دا ډيره د شرم وړ خبره ده، چې موږ د اسرائيلو بنديانو د خوشې کولو شاهدان يو خو زموږ لومړی وزير د امريکا په ولارډ هوټل کې رخصتي او چکرې وهي».