Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د ټولنیزو رسنیو جعلي اکاونټونه؛ له دیني او عاطفي احساساتو سره لوبې کول
    لیکني

    د ټولنیزو رسنیو جعلي اکاونټونه؛ له دیني او عاطفي احساساتو سره لوبې کول

    عمران آغاعمران آغا8 فبروري 2025څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp
    لیکوال: ګل نبي زماني

    د افغانستان د مسلمان ملت په وړاندې د غرب له سترو پلانونو څخه یو هم د جمهوریت نظام و، چې هڅه یې کول د خلکو له ژوند څخه دین په تدریجي توګه حذف، د دې خاورې مسلمانان له غربي کلتور سره اشنا او له اسلامي او افغاني ارزښتونو څخه لېرې کړي.

    هغوی په خپل دې پلان کې نږدې بریالي وو، خو د الله تعالی بې درېغه مرستې، د مؤمن او مجاهد ولس قربانۍ عام افغانان د دې بلا له منګولو خلاص او بیرته یې د پخواني اسلامیت او افغانیت لوري ته ستانه کړل. البته د دې ناوړه پلانونو آثار لا هم شته او کلونه کلونه هڅو ته اړتیا ده چې دا وضعیت ښه یا لږ تر لږه مخکېني حالت ته را وګرځول شي.

    د لویدیځ او د بلواکي جمهوریت له سنجول شویو پلانونو څخه یو هم د ټلویزیونونو، سینما او انټرنیټ په مجازي نړۍ کې د افغان ښځو او نارینه وو ښکېلول وو. هغه پروګرامونه چې په لوېدیځ کې هڅه کېږي سمه ګټه ترې واخیستل شي، خو په افغانستان کې د شیطاني او شهواني موخو لپاره معرفي شوي وو.

    د جمهوریت پر مهال زموږ ځوانان او اکثریت خلک په مجازي فضاء کې ښکېل او نږدې ټوله مجازي نړۍ غیر اخلاقي او ناوړه موادو نیولې وه. ټلویزیونونه د نڅا، سندرو او انټرنیټ د عشق او شهوت په فضاء بدل شوي وو.

    سره له دې چې په افغانستان کې د انټرنیټ لګښتونه ډېر لوړ دي، خو ډېری خلک بیا هم له انټرنیټ او مجازي شبکو څخه کار اخلي. پرته له هغه سیمو چې د شبکو له پوښښ څخه‌ لرې او خلک یې له انټرنیټ څخه بې‌ برخې دي، په نورو ټولو سیمو کې خلک انټرنیټ ته لاسرسی لري.

    ډېر خلک په مجازي نړۍ کې له داسې اکاونټونو او پاڼو سره مخ کېږي چې د دوی دین، ایمان، غیرت، وجدان، کلتور، عنعنات، عواطف او احساسات په نښه کوي. د دې پاڼو فعالیتونه د غرب او د نسکور شوي جمهوریت د هغو ناوړه پلانونو دوام دی چې زموږ ملت یې کلونه، کلونه له ديني خوندیتابه او افغاني کلتور څخه لرې کړی و.

    په مجازي نړۍ کې جعلي اکاونټونه ډېر وو، خو د نظام له بدلون سره غرب دا وېره لري چې د دوی شل کلنې ستړیاوې به له منځه لاړې شي، نو د ساده لوحو او تمه لرونکو کسانو په جذبولو سره غواړي خپل هغه ناوړه پلانونه بیا عملي کړي. ځکه خو داسې پرېمانه پاڼې تر سترګو کېږي چې په افغاني نومونو جوړې شوې دي، خو نشرات یې د اسلام، اسلامي نظام او افغاني کلتور پر ضد دي.

    په تېرو څو ورځو کې څو تنه د ورته مستعارو پاڼو او اکاونټونو په درلودلو نیول شوي دي. که دا لړۍ دوام وکړي، د دین او کلتور پر وړاندې د منفي تبلیغاتو په کمولو کې به ډېره اغېزمنه او ګټوره وي. د دیني او افغاني ارزښتونو د ساتنې لپاره باید حکومت د خلکو پر فعالیتونو څارنه ولري. دا سخت‌ ګیري نه ده، بلکې د راتلونکي نسل د بې لارۍ د مخنیوي هڅه او پلان جوړونه ده.

    ډېری ځوانان په مجازي نړۍ کې د نجونو په نوم اکاونټونو سره په ناروا مینه کې ښکېلیږي، خو یو څه وخت وروسته پوهېږي چې دا کس نارینه دی. ډېرې مجازي پاڼې د علماوو او داعیانو خبرې ټوټه ټوټه او تحریفوي، بیا یو شمېر له دین څخه ناخبره کسان دا خبرې ریښتینې بولي او له دین او علماوو څخه کرکه او نفرت ښيي.

    دا هر څه د غرب هغه ناوړه نقشې او پلانونه دي چې له حضوري فعالیت څخه یې لاس لنډ شوی، اوس غواړي له دې لارې یې جبران کړي. اړتیا ده چې ملت او مسئولین بیدار او هوښیار وي تر څو د افغانستان راتلونکی آباد کړي. د راتلونکي نسل سالمه روزنه په مجازي نړۍ کې د دوی په کنټرول پورې تړلې ده.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهپاکستاني طالبانو بنو کې د یوه برید په ترڅ کې پنځو پاکستاني پولیسو ته مرګ‌ژوبله اړولې
    راتلونکي مقاله امریکا ته د افغانستان د چورلکو انتقال ته د ملي دفاع وزارت غبرګون؛ یادې چورلکې که په هر دلیل امریکا ته وړل کېږي، مونږ ته د منلو نه دي

    مربوطه لیکنې

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025

    افغانستان ته د وروستیو جګړو پیغام او چالشونه

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    تورې څېرې 23 جون 2025

    د پخوانیو جنرالانو ړوند باور او غداري؛ پر امریکا تکیه او ورسره اوږه په اوږه جنګېدل

    یوې بهرنۍ مطبوعاتي فعالې جورجینا سنشاین د پرځيدلي جمهوریت د ځانګړو ځواکونو د قوماندان فرید…

    د سوریې په شمال کې د امریکا پر پوځي هډې برید شوی

    23 جون 2025

    امنیتي ځواکونو پکتیا کې وسلې او مهمات کشف او ضبط کړي

    23 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د پخوانیو جنرالانو ړوند باور او غداري؛ پر امریکا تکیه او ورسره اوږه په اوږه جنګېدل

    23 جون 2025

    د سوریې په شمال کې د امریکا پر پوځي هډې برید شوی

    23 جون 2025

    امنیتي ځواکونو پکتیا کې وسلې او مهمات کشف او ضبط کړي

    23 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.