سرپرست حکومت د يوې اعلاميې په خپرولو سره د دلوې ۲۶مه، چې په افغانستان کې د شوروي يرغل د ماتې له ورځې سره برابره ده، د افغانستان د تاريخ یوه له ویاړه ډکه ورځ بللې او په مناسبت يې د افغانستان خلکو ته مبارکي ورکړې.
په اعلاميه کې د اشغال پر مهال د افغانانو د بې سارې مبارزې ستاينه او قدرداني شوې او زياته شوې ده «د تېرو څه باندې سلو کلونو له پرلپسې یرغلونو او په مقابل کې یې د جهاد له کامیابۍ څخه باید په راتلونکي کې متجاوز جهتونه عبرت واخلي او د بیا ځل لپاره زموږ د آزادۍ او حریت په ضد ګام پورته نه کړي».
سرپرست حکومت دغه راز د افغانستان له خلکو غوښتي چې، د تېر په څېر په راتلونکي کې هم د هر ډول توطيئو او دسیسو په وړاندې بیدار و اوسي او په يووالي سره د هیواد شته خپلواکي وساتي.