د افغانستان زرین تاریخ له ویاړمنو ورځو ډک دی، داسې ویاړمنې ورځې چې د افغان مؤمن او مجاهد ولس د بې شماره قربانیو په برکت د تاریخ په پاڼو کې ځلېدلې دي؛ یوه هم په افغانستان کې د سرو لښکرو د ماتې ورځ، یعنې د دلوې ۲۶مه ده.
کله چې د ۱۳۵۸ هجري لمریز کال د جدي پر ۶مه د شوروي اتحاد سرو لښکرو د افغانستان پر خاوره یرغل وکړ، فکر یې کاوه چې دا خاوره به په زور تسخیر کړي، ملت به تسلیم کړي او خپلې کمونیستي مفکورې به د خپلو غلامانو په توسط ورباندې تحمیل کړي، خو په دې نه پوهېدل، چې دا ملت او خاوره هیڅکله په خپله غېږه کې پردي یرغلګر، پردۍ عقیدې، پردي پال مشران او د غلامۍ ژوند نه مني.
افغان مؤمن او مجاهد ولس هیڅ سختۍ ته تسلیم نشو، د ایثار او قربانۍ تاریخ یې جوړ کړ؛ افغان ملت د هلمند د دښتو له سوځنده تودوخې، د کنړ له غرنیو درو، د هندوکش له سپینو څوکو، د هېواد تر شمال او ګوټ، ګوټ پورې خپله مبارزه وغځول، بالاخره یې د شاوخوا یوې لسیزې مقاومت په پایله کې سرې لښکر له هېواد څخه وشړلې.
د ۱۳۶۷ هجري لمریز کال، د دلوې ۲۶مه په سیمه او نړۍ کې د داسې یو زبرځواک د ماتې ورځ شوه، چې پر ټوله نړۍ یې د تسخیر پلان درلود، د تسخیر پړاو د شوروي اتحاد تر بیرغ لاندې تر افغانستانه را رسېدلی و، خو دا چې افغان مؤمن او مجاهد ولس همېشه په مېړانه له اسلامي مقدساتو او خاورې څخه دفاع کړې ده، په دغه پړاو کې هم له کلک عزم سره د شوروي اتحاد په وړاندې ودرېدل او هغوی یې مات کړل.
شوروي اتحاد که څه هم په افغانستان کې یوه نا برابره جګړه پیل کړې وه، خو افغان ولس له سرښندنې او میړانې ډک مقاومت وکړ، د بلها قربانیو په برکت یې شوروي اتحاد د ماتې تر پړاو ورساوه او همدا ماتې په سیمه او نړۍ کې هم د شوروي اتحاد د کاملې ماتې او پاشلتیا پیلامه شوه.
د دلوې ۲۶مه یوازې یوه ویاوړمنه ورځ او تاریخي نېټه نه ده، بلکې دا ورځ د نړۍوالو لپاره یو درس هم دی، که افغان ملت د خپلې فولادي عقیدې، وحدت او سرښندنې په برکت د شوروي په څېر زبرځواک پر شا تمبولی شي، نو بل هر یو یرغلګر او اتحاد ته هم ماتې ورکولای شي؛ غربي نړۍ هم دا درس په پام کې ونه نیوه او پر افغانستان یې ځل یرغل وکړ، خو هغوی هم له سخت مقاومت وروسته له هېواد څخه وشړل شول.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.