Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»پاکستاني رژیم د ناکامیو پټولو په تکل، پر ملکي اهدافو بریدونه کوي
    لیکني

    پاکستاني رژیم د ناکامیو پټولو په تکل، پر ملکي اهدافو بریدونه کوي

    صابر افغانصابر افغان18 فبروري 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    وروستي څو کلونه د پاکستاني رژيم د تاريخ تر ټولو بد کلونه دي، تر بل هر وخت زیات د انګرېزي استعمار په توسط د دغه جوړې شوې پروژې د اختتام وخت نږدې شوی، په دې وروستیو کې په کور دننه، سیمه ییزه او حتی نړۍواله کچه د انزوا حالت ته تللی او هېواد یې د يو سوال غوښتونکي په توګه پیژندل کېږي.

    پاکستان په کور دننه له سیاسي بې ثباتۍ، بد اقتصادي حالت، په نظامي ډګر کې پرله پسې ناکامیو او کاواکه حالت سره مخ دی؛ د پاکستاني طالبانو په شمول، د بلوڅ بېلتون پالو او نورو ډلو د سختو بریدونو له امله پاکستاني رژیم په نظامي ډګر کې ماتې خوړلې، د خپلې دغه ماتې پټولو او دا چې خپلې واورې د نورو پر بام ور واچوي، د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې پر بې وسه وزیرستاني وګړو بمبارد کوي، تر څو د خپل ولس پام بل خوا ته واړوي او خپله ناکامي پټه کړي.

    د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې په وروستيو مياشتو کې پرله پسې په شمالي او جنوبي وزيرستان کې پر داسې اهدافو بريدونو ترسره کوي چې ټول ملکي وګړي دي، خو د دوی اړوند تبلیغاتي ادرسونه او رسنۍ بیا داسې تبلیغوي چې ګواکي د پاکستاني حکومت وسلوال مخالفین یې په نښه کړي.

    د دغه لړۍ په دوام یې تېره شپه هم، د ټولو نړۍوالو نورمونو په خلاف، پر عامو وګړو بریدونه کړي او بې ګناه وزیرستاني وګړي یې شهیدان کړي، ترڅو د پاکستاني رسنیو او ادرسونو د تبلیغاتو رسوخ بدل شي او عامه اذهان تېر باسي.

    په دې وحشيانه بمباریو کې د ماشومانو، ميرمنو او نورو بې ګناه وګړو په شمول شاوخوا سل تنه په شهادت رسېدلي، خو د پاکستان استخباراتي سازمان بیا هڅه کوي چې دې بریدونو ته يو بل پوښښ ورکړي او د ولس تر څنګ نړۍوالو ته وښيي چې د پاکستان پر مخالفو وسلوالو ډلو یې بریدونه کړي، په داسې حال کې چې واقعیت بل څه دی.

    پاکستانی رژیم له خپلو تېرو مظالمو هیڅ درس او عبرت نه اخلي؛ هغه ظلمونه چې دغه رژیم وړاندې ترسره کول، سمدلاسه یې په وړاندې د همدې ولس له منځه ډلې وټوکېدې، لکه پاکستاني طالبان، بلوڅ بېلتون پال او نور، چې برحال پاکستان د امنیت له اړخه ننګوي.

    پر وزیرستاني وګړو بریدونه به هم د دغه رژیم لپاره هیڅ مثبته پایله ونه لري، بلکې دغه رژیم به لا ډیر وننګوي او په وړاندې به یې مخالفتونه لا ډير شي. د پوځ اوسنۍ غلطې پریکړې به دغه هېواد لا د بحرانونو ډنډ ته یوسي او د له منځه تللو له خطر سره به یې مخ کړي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهلاوروف: د اوکراين په اړه له امريکا سره په خبرو کې اروپايي هېوادونو ته اړتيا نشته
    راتلونکي مقاله د امريکا د بهرنيو چارو وزير د سعودي له وليعهد سره د غزې د اوربند پلي کېدو په اړه خبرې کړي

    مربوطه لیکنې

    پر ایران برید او د ایراني پلوه مقاومت ډلو مرموزه چوپتیا

    24 جون 2025

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 25 جون 2025

    ټرمپ: که ایران خپل اټومي تأسیسات ورغوي، بیا پرې برید کوو

    د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی، که د امریکا او صهیونیستي رژیم…

    محتسبینو فاریاب او لغمان ولایتونو کې درې مېرمنې له اجباري نکاح وژغورلې

    25 جون 2025

    د اسرائیلي رژیم اعتراف؛ غزه کې یې اووه پوځيان وژل شوي او ۱۶ نور مرګوني ټپیان دي

    25 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    ټرمپ: که ایران خپل اټومي تأسیسات ورغوي، بیا پرې برید کوو

    25 جون 2025

    محتسبینو فاریاب او لغمان ولایتونو کې درې مېرمنې له اجباري نکاح وژغورلې

    25 جون 2025

    د اسرائیلي رژیم اعتراف؛ غزه کې یې اووه پوځيان وژل شوي او ۱۶ نور مرګوني ټپیان دي

    25 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،969 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،900 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،895 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.