د حماس اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې، «کتائب القسام» ویاند ابو عبیده خبر ورکړی چې، دوی به نن پنجشنبه د بیباس د کورنۍ او د یوه بل زنداني «اوید لیفشیتز» جسدونه، د اوربند هوکړې له مخې صهیونیستي رژیم ته وسپاري.
د نوموړي په وینا: «یاد کسان مخکې تر دې چې، د توقیف ځایونه یې د صهیونیستي رژیم د جنګي الوتکو لهخوا بمبارد شي، ژوندي او د کاملې روغتیا څښتنان وو.»