Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د نړۍوالو سازمانونو او بنسټونو له خوا د افغانستان د ناسم انځور ترسیم
    لیکني

    د نړۍوالو سازمانونو او بنسټونو له خوا د افغانستان د ناسم انځور ترسیم

    صابر افغانصابر افغان22 فبروري 2025څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    کله چې په ٢٠٢١م کې کابل د طالبانو لاس ته ولوېد، خلک په خپلو کورونو کې وارخطا او حيران پاتې شول، په لومړیو څو ورځو کې طالبانو ته څوک نږدې نه ورتلل، ځکه شل کلن نوي نسل طالبان تر دې مهاله مخامخ نه وو لیدلي، دوی هماغسې پېژندل، کوم چې رسنیو ورپېژندلي وو. د اشغال تر سیوري لاندې رسنیزو تبلیغاتو طالبان وحشیان، وژونکي، خونخواوره، له کور او کلي شړل شوي او منفور معرفي کول، ځکه خو د ښاري سیمو اوسېدونکي هم دوی ته حیرانتیا کې پاتي وو، مګر د ډېرو کمو ورځو په تېرېدو د طالبانو اصلي ماهیت او بڼه ولس ته روښانه شول، پر دوی ور مات شول او په غېږ کې یې ونیول.

    طالبانو په افغانستان کې سرپرست حکومت جوړ او رامنځ ته کړ، حاکمیت یې په لاس کې واخیست، خو لا یې هم په وړاندې لویه رواني او مطبوعاتي جګړه دوام لري، لا هم له هېواد بهر هڅه کېږي د سرپرست حکومت ناسم انځور وړاندې شي، افغانستان نا امن او له خطره ډک وښيي؛ په دې لړ کې ځینې هېوادونه، سازمانونه او بنسټونه د خپلو سیاسي موخو او سیالیو لپاره غواړي، چې افغانستان تر فشار لاندې وساتي، نو ځکه يې وضعیت ناسم ترسیموي.

    د سازمانونو په لړ کې د ملګرو ملتونو سازمان او د هغه تر عنوان لاندې یوناما او امنیت شوری د یادونې وړ دي. امنیت شوری د نړۍ له پنځو ځواکمنو هېوادونو (امریکا، روسیې، چین، فرانسې او بریتانیا) تر واک لاندې ده او هر یو یې خپلې ګټې پالي، د دغه شوری ځینې هېوادونه د خپلو موخو لپاره د افغانستان وضعیت ته د خپلې خوښې پر اساس تعبیر ورکوي، ډېری وخت د افغانستان د امنیتي بحران، ترهګرۍ او بشري حقونو په اړه د ناسمو اطلاعاتو پر اساس چمتو شوي راپورونه خپروي، د افغانانو پر واقعیتونو، ټولنیزو لاسته راوړنو او د هېواد پر مثبتو بدلونونو سترګې پټوي. دغه سازمان او امنیت شوری خپل راپورونه تر ډېره د لوېدیځو رسنیو، غیر دولتي سازمانونو او سفارتي سرچینو پر بنسټ جوړوي، چې تر ډېره حده پورې یادې سرچینې بیرته د ملګرو ملتونو سازمان تر مستقیم او غیر مستقیم واک او اغېز لاندې دي او د افغانستان واقعیت په قصدي ډول په رښتینې توګه نه منعکسوي.

    یوناما (UNAMA) له لسیزو راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي، اصلي هدف یې د بشري حقونو څار، بشري مرستې او د سولې لپاره هڅې بلل کېږي، خو د افغانستان په اړه یوناما ډېری وخت ځینو منفي مسایلو ته پراخ انعکاس ورکوي او ځینې مسائل په قصدي ډول پټوي؛ بشري حقونو، ښځو او بیان آزادۍ په اړه ډېر راپورونه او شايعات خپروي، خو بل خوا بیا د افغانستان د اقتصادي پرمختګ، امنیتي ثبات او نورو ګڼو لاسته راوړنو په اړه له عارفانه تجاهل څخه کار اخلي او ډيره کمه پاملرنه ورته کوي.

    ځینې نړۍوالې رسنۍ او څېړنیز بنسټونه، نړۍوالې سیاسي او استخباراتي ډلې لکه ناټو، د امریکا او اروپا استخباراتي ادارې، نړۍوال غیر دولتي سازمانونه لکه د عفوې نړ‎ۍوال سازمان او نور ډېری د افغانستان په اړه د یوه هدف(فشار او تبلیغاتو) لپاره کار کوي. د ځینو هېوادونو حکومتونه هم ورته کوښښونه کوي او د افغانستان د وضعیت ته د خپلو سیاسي او اقتصادي ګټو سره برابر انعکاس ورکوي، نه د واقعي حالاتو پر اساس.

    د نړۍ د نورو هېوادونو وګړي د افغانستان له رښتيني حالت سره اشنا نه دي، دوی تنها هغه معلومات ترلاسه کوي چې له نړۍوالو رسنيو خپريږي، چې له جملې یې ډېری نيمګړي يا مغرضانه وي. نړۍوالې رسنۍ د افغانستان د جګړو، بېوزلۍ او بحرانونو خبرونه خپروي، خو د پرمختګ، فرهنګي ارزښتونو او د خلکو د واقعي ژوند اړخ په لوی لاس له پامه غورځوي.

    ځینې بنسټونه، سازمانونه او څیړنیزې رسنۍ د افغانستان په اړه خودسرانه او تمسخر آمېزه احصايې هم خپروي، چې بنسټ او اساس یې څرګند نه وي، خیالي او تبلیغاتي بڼه لري او له ټولو واقعیتونو سره په ټکر کې وي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهټرمپ: زيلينسکي په څه شي نه پوهېږي او په مذاکراتو کې يې شتون اړين نه دی
    راتلونکي مقاله پنځه اسرائیلي بندیان د سره صلیب استازو ته وسپارل شول

    مربوطه لیکنې

    پنځه روایتونه او واقعیتونه؛ د تبلیغاتي جنګ او فکري برلاسۍ ابزار

    11 جنوري 2026

    د سریع ترور او د مخالفینو د بد برخلیک احتمالي سناریوګانې

    8 جنوري 2026

    د مقاومت ډلې د روڼ سهار دروغجنې وعدې او د بدمرغو ماښامونو واقعیت

    7 جنوري 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 11 جنوري 2026

    د برښنايي اداينو د عمومي ستراتيژۍ پر پلي کولو بحث شوی

    د افغانستان بانک وايي، چې د ياد بانک د لومړي مرستیال صدیق‌الله خالد په مشرۍ،…

    پکتيکا کې درې هټۍ د پاکستاني کلدارو د کارونې له امله مهرو لاک شوې

    11 جنوري 2026

    د سومالیا دفاع وزیر: صهیونیست رژیم هڅه کوي فلسطینیان سومالیا لېنډ ته کډوال کړي

    11 جنوري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د برښنايي اداينو د عمومي ستراتيژۍ پر پلي کولو بحث شوی

    11 جنوري 2026

    پکتيکا کې درې هټۍ د پاکستاني کلدارو د کارونې له امله مهرو لاک شوې

    11 جنوري 2026

    د سومالیا دفاع وزیر: صهیونیست رژیم هڅه کوي فلسطینیان سومالیا لېنډ ته کډوال کړي

    11 جنوري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،102 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،051 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،111 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.