بلومبرګ ورځپاڼې د نوم نه ښودلو پرته د اروپايي ټولنې د درې لوړپوړو ديپلوماتانو له قوله خبر ورکړی چې، اروپايي ټولنه غواړي چې له اوکراین سره د ۲۰ ملياردو ډالرو په ارزښت وسلې او نغدي مرسته وکړي.
په دغه وسلو او مرسته کې چې نغدې پيسې، د لرې واټن ویشتونکي توغندي، د توپ مرمۍ، دفاعي ميزايل او نورې وسلې شاملې دي، ښايي د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزيرانو د دوشنبې ورځې په غونډه کې یې کچه له ۲۰ ميلياردو ډالرو هم لوړه شي.
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پاليسي مشرې، کايا کالاس ويلي چې، يادې مرستې به د هنګري هېواد د مخالفت او نورو حساسيتونو له امله د رسمي بستې په ډول نه، بلکې د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو له لوري به په جلا ډول ورکړل شي.
دا اقدام په داسې حال کې کیږي چې، د اروپايي ټولنې ځینې مشران او چارواکي پلان لري چې د دوشنبې په ورځ د اوکراین د جګړې د دریمې کلیزې د لمانځلو لپاره په ډله يیز سفر د اوکراين پلازمېنې کیيف ته لاړ شي.