Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»راز»ايراني هيئت په ترکيه کې له مخالفينو سره په ليدنه کې څه وويل؟
    راز

    ايراني هيئت په ترکيه کې له مخالفينو سره په ليدنه کې څه وويل؟

    صابر افغانصابر افغان23 فبروري 2025څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د روانې فبرورۍ مياشتې په ۱۵مه نېټه د ايران د سپاه پاسداران يو لوړ رتبه ځانګړي هيئت چې سيد حسين موسوي، سردار غزالي او رضا بهرامي پکې شامل وو؛ د سرپرست حکومت د ځینې مخالفو مشرانو او رهبرانو سره د ليدنې لپاره ترکيې ته سفر وکړ.

    يادو کسانو په ترکيه کې د عبدالرشيد دوستم، محمد محقق او د عطاء محمد نور له زوی او استازي سره ليدلي دي (معلومات ښيي، عطاء محمد نور که څه هم غوښتل په دې ليدنه کې د ګډون لپاره ترکيې ته ولاړ شي، خو د ويزې د نه ترلاسه کېدو له امله يې خپل زوی خالد نور او يو تن نماينده يادې ليدنې ته واستولو).

    هندوکش غږ د خپلو سرچينو څخه د يادې ليدنې په اړه ځينې دقيق او کره معلومات ترلاسه کړي؛ د دغه ترلاسه شوو معلوماتو په اساس، ايراني استازو د عبدالرشيد دوستم په ګډون د مخالفو ډلو له مشرانو او استازو غوښتي چې د امريکا او غرب په وړاندې دې ورسره په استخباراتي برخه کې مرسته او همکاري وکړي، ايراني استازو دغه راز له دوی غوښتي چې په ايران او سيمه کې دې د سي‌آی‌اې(CIA) د جاسوسانو په تثبيت او پيدا کولو کې هم ورسره همکاري وکړي. ايراني مسؤولينو ياده اړتيا ځکه حس کړې چې ويره لري د ټرمپ په ولسمشرۍ دوره کې د امريکا له‌خوا ښايي ايران ته ځينې مشکلات او ستونزې جوړې شي.

    دغه راز د ځينو سرچينو په قول چې ايراني استازو دوی ته له پاکستاني حکومت او استخباراتو ته د ځان له نږدې کېدو په اړه خبرداری ورکړی او ترې غوښتي يې دي چې له آی‌ایس‌آی(ISI) سره دې له نږدې کېدو ځان وساتي.

    ايران په دې وروستیو کې په مقاومت جبهه او په ملي مقاومت شوری باندې د پاکستاني استخباراتو د نفوذ څخه په ويره کې دی، ځکه چې مقاومت جبهه او مقاومت شوری په دې وروستيو کې آی‌ایس‌آی ته د همکارۍ شين څراغ ورکړی، په دې سربېره د مخالفينو ډېری غړي په ايران کې شتون لري او په آسانۍ کولای شي د نظر وړ معلومات د سي‌آی‌اې(CIA) او آی‌ایس‌آی(ISI) په شمول بهرنيو استخباراتو سره شريک کړي.

    تحليل‌ګران په دې باور دي چې ايرانيان د امريکا له جاسوسانو په ويره کې دي او غواړي د افغانستان د بهرمېشتو يادو مخالفينو څخه د يادو جاسوسانو په تثبيت او د امريکا او غرب خلاف استفاده وکړي.

    مخکینۍ مقالهشیخ محمد ثواب په یوه غیرقصدي پېښه کې د خپل زوی په «ډز» شهید شوی
    راتلونکي مقاله فرانسه کې د چاقو په یوه برید کې ۶ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

    مربوطه لیکنې

    اسرائيل، ايران کې د استخباراتي معلوماتو راټولولو لپاره د افغانستان له تښتېدلو مخالفينو استفاده کوي

    17 جون 2025

    له مقاومت شوری څخه د احمد مسعود حلقې بشپړ حذف؛ شوری هڅه کوي حضرت علي هم منزوي کړي

    3 جون 2025

    احمد مسعود د مشهد څخه د تهران پر لور؛ له رباني او نورو مشرانو سره د لیدنې تابیا نیسي

    19 مې 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    منځنی ختیځ 24 جون 2025

    پر اسرائیلو د ايران تازه توغنديز بريدونه د روانې جګړې تر ټولو خونړي بريدونه بلل کېږي

    د الجزيرې د راپورونو له مخې نن سهار ايران د بالسټیک توغندیو پر مټ د…

    د ایران او روسیې د دفاع وزیرانو ټلیفوني خبرې؛ مسکو له تهرانه بشپړ ملاتړ اعلان کړ

    24 جون 2025

    پر ایران برید او د ایراني پلوه مقاومت ډلو مرموزه چوپتیا

    24 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    پر اسرائیلو د ايران تازه توغنديز بريدونه د روانې جګړې تر ټولو خونړي بريدونه بلل کېږي

    24 جون 2025

    د ایران او روسیې د دفاع وزیرانو ټلیفوني خبرې؛ مسکو له تهرانه بشپړ ملاتړ اعلان کړ

    24 جون 2025

    پر ایران برید او د ایراني پلوه مقاومت ډلو مرموزه چوپتیا

    24 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،895 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.