Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»پاکستان کې پر دیني مدرسې وروستی برید د داعش او استخباراتي شبکو د عملیاتي همغږۍ پایله ده
    لیکني

    پاکستان کې پر دیني مدرسې وروستی برید د داعش او استخباراتي شبکو د عملیاتي همغږۍ پایله ده

    صابر افغانصابر افغان28 فبروري 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د داعش، مقاومت جبهې او استخباراتي شبکو د عملیاتي وړتیا له همغږي کېدلو سره هم مهاله په پاکستان کې هدفي وژنې پیل شوې دي، دغه هدفي وژنې د مقاومت جبهې، نورو مخالفو نظامي ډلو، استخباراتي شبکو او داعش په ګډه عملیاتي وړتیا د افغانستان او پاکستان په ځینو خاصو سیمو او ځانګړو اهدافو ترسره کېږي.

    تازه دغه ډلو د خپلو عملیاتي وړتیاوو په همغږي کولو سره، پېښور ته نږدې د اکوړه خټک په حقانیه مدرسه کې د جمعې د لمانځه پر مهال یو ځان وژونکی برید ترسره کړی، چې له امله یې د مولانا سمیع الحق زوی حامد الحق په شهادت رسېدلی او د هغه ترڅنګ څو تنو نورو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

    داعش او مقاومت جبهه چې دواړه د بهرنیو مثلثونو له لوري، په ځانګړې توګه پاکستان له خوا حمایه کېږي، تر منځ یې د عملیاتي همکارۍ د همغږي کولو چارې هم سرته رسېدلي دي. د ۲۰۲۴م کال په وروستیو ورځو کې تاجکستان ته د آي ایس آی د رئیس عاصم مالک د سفر پر مهال نوموړي د مقاومت جبهې او نورو مخالفو ډلو مشرانو ته وعده ورکړې وه، چې پاکستان کې د پټنځایونو د ورکړې ترڅنګ، د دوی همغږي له داعش ډلې او نورو استخباراتي شبکو سره هم ډیروي.

    دغه ډلې چې په ډېری اهدافو کې شریکې دي، غواړي سیمه نا امنه کړي، د پاکستاني پوځ او استخباراتي شبکو له خوا ورکړل شوي اهداف په نښه او له منځه یوسي. داعش، مقاومت جبهې او نورو هغه استخباراتي ډلو او شبکو ته چې په ګډه عملیاتي همغږۍ اهداف په نښه کوي، د دوی د لوی ښودلو په نیت د داسې اهدافو د په نښه کولو پلان ورکول کېږي، چې بریدونه یې حساسیت پارونکي وي او له لارې یې دوی وپړسول شي.

    مقاومت جبهه چې تر ډېره پکې د پرځېدلي جمهوریت روزل شوي افسران شتون لري او استخباراتي شبکې چې فعال تشکیلات لري، له داعش ډلې سره د عملیاتو په ترسره کولو او د دوی د وړتیاوو په لوړولو کې مرسته کوي، ځکه د داعش ډلې عملیاتي وړتیاوې له سخت ضعف سره مخ دي. د یادو ډلو او استخباراتي شبکو ترمنځ د هدفي بریدونو پلانونه په پاکستان کې، د داعش ډلې په هغه پټنځایونو کې نیول کېږي، چې د پاکستاني پوځ او استخباراتو تر کلک خوندیتوب، امنیت او څار لاندې دي.

    داعش، مقاومت جبهه او ځینې استخباراتي شبکې په ولسونو کې د ډار خپرولو ګډ مأموریت هم پر غاړه لري، تر څو د خلکو په سترګو او اذهانو کې ځان وغورځوي او وېره خپره کړي، همدا راز یادې دواړې ډلې له حساسیت انګېزه مسایلو او اهدافو څخه استفاده کوي، تر څو مشهوره شي.

    پر مدرسو او جوماتونو د دغه نیابتي ډلو او استخباراتي شبکو برید لومړی او وروستی نه دی، دوی همېشه پر مقدساتو بریدونه کوي، ځکه له مقدساتو او ارزښتونو سره د دوی دښمني ګډه او پخوانۍ ده.

    پر حقانیه مدرسې د وروستي خونړي او وحشتناکه برید په ترسره کولو سره ښايي پاکستان دا څرګندول هم غواړي، چې داعش له دوی سره همغږي نه دي او د دغه برید پړه پر افغانستان وتپي، خو هر ګیز پر دغه همغږۍ سترګې نشي پټولای، ځکه یو خوا یې دغه ډلو ته پټنځایونه ورکړي دي او له مقاومت جبهې او استخباراتي شبکو سره په همغږۍ هدفي وژنې کوي او بل خوا مولانا حامد الحق هم په یو بیان کې ویلي وو، چې د پاکستان نیت ورته خراب دی؛ نوموړي همدا راز د خپل شهادت مسؤلیت پاکستاني رژیم ته منسوب کړی و.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد کب لسمه؛ په معاصر تاریخ کې د افغان ویاړلي ولس د بلې سترې کارنامې زرین باب!
    راتلونکي مقاله د روسیې بهرنیو چارو وزارت: ټرمپ له زغمه کار اخیستی او د اوکراین د ولسمشر له وهلو یې ډډه کړې

    مربوطه لیکنې

    د لندن ناسته؛ د آی‌ایس‌آی استخباراتي پروژه او د افغان‌نما څېرو نوې معامله

    25 مارچ 2026

    په جګړه کې ښکېل مثلث؛ آیا پاکستان د اسرائیلو او امریکا د ګډې پروژې لپاره جنګېږي؟

    20 مارچ 2026

    د مخالفينو د شعاري يووالي واقعیت

    14 مارچ 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 25 مارچ 2026

    دفاعي ځواکونو سېلابونو کې بند پاتې هېوادوال وژغورل

    د ۲۱۵ عزم قول اردو وایي، د یادې قول اردو ځواکونو د هلمند-کندهار پر عمومي…

    اتحاد المجاهدین پاکستان: وسله‌والو یې ګلګېت-بلتستان او خیبر پښتونخوا کې پر پاکستاني عسکرو بریدونه کړي

    25 مارچ 2026

    د ایران خاتم‌الانبیاء مرکزي قرارګاه: ټرمپ له ځانه سره خبرې کوي؛ تهران به هېڅ‌ کله له واشنګټن سره جوړجاړی ونه کړي

    25 مارچ 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    دفاعي ځواکونو سېلابونو کې بند پاتې هېوادوال وژغورل

    25 مارچ 2026

    اتحاد المجاهدین پاکستان: وسله‌والو یې ګلګېت-بلتستان او خیبر پښتونخوا کې پر پاکستاني عسکرو بریدونه کړي

    25 مارچ 2026

    د ایران خاتم‌الانبیاء مرکزي قرارګاه: ټرمپ له ځانه سره خبرې کوي؛ تهران به هېڅ‌ کله له واشنګټن سره جوړجاړی ونه کړي

    25 مارچ 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،130 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،079 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،155 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.