
د سوریې د یهودي ټولنې مشر «بحور شمطوب» هیله څرګنده کړې، چې صهيونيستي اسرائیل باید د سوریې په جنوب کې له هغو سیمو ووځي، چې د اسد رژیم تر سقوط وروسته یې نیولي دي.
نوموړي همدا راز د اسرائيلو له لوري د هېوادونو تسلط او يرغل ته په اشارې ويلي، چې اسرائیل د چا خبرې نه مني، ځکه چې امریکا او اروپا یې ملاتړ کوي.
هغه همدا راز د دې پوښتنې په ځواب کې چې، ایا اسرائیل د دوی استازیتوب کوي، ویلي« نه، هېڅکله نه! هغوی اسرائیلیان دي او موږ سوریایان یو».
ياده دې وي چې صهيونيستي اسرائيلو سوريه کې د بشارالاسد رژيم له ړنګېدو او واک ته د تحريرالشام غورځنګ له رسېدو وروسته د ټولو نړيوالو اصولو خلاف د سوریې په جنوب کې په يو شمېر سيمو بريد وکړ او تر خپل تسلط لاندې یې راوستې.