لیکوال: عاصم بختیار
د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي آصف دراني په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي، چې د دوی حکومت پخوانیو افغان سیاسیونو او د کورنیو جګړو د اصلي جهتونو مشرانو لکه سیاف، رباني، احمدشاه مسعود او د دوی کورنیو ته پاکستاني پاسپورتونه ورکړي وو، دوی هلته آزاد ژوند او تګ – راتګ کاوه او دغه راز هلته د پاکستاني حکومت له خوا ټول امکانات ورته برابر شوي وو.
که څه هم پاکستان ته د پخوانیو سیاسیونو، قومي ټېکه دارانو، د بېلابېلو ګوندونو او ډلو ټپلو خوش خدمتي ټول ولس ته د لمر په څېر ښکاره ده، خو د پاکستاني چارواکو له خوا دا ډول څرګندونې د پخوانیو سیاسیونو هغه تشې ادعاوې لا پسې دروغ ثابتوي چې د خپل واک پر مهال یې د ځان د سپین ښودلو لپاره کولې او هڅه یې کول چې ولس تېر باسي او ځانونه ورته د پاکستان ضد څهرې وښيي.
دوی دغه راز د تېرې جمهوري دورې پر مهال چې په واک کې هم وو، د پاکستانۍ له غلامۍ لاس وانه خیست، هلته یې په پټه او ښکاره تګ – راتګ درلود او دغه راز به یې په کابل کې د پاکستان له سفارت څخه پیسې او نور امتیازات ترلاسه کول، دا تشې ادعاوې نه دي، بلکې دوی ته نږدې څو – څو ځله په ټلوېزیوني بحثونو کې هم په دې اقرار کړی او بله دا چې ولس ته دا هر څه د لمر په څېر روښانه دي. ترڅنګ یې جالبه دا وه، چې دوی به د جمهوريت د واکمنۍ پر مهال د ځان د سپین ثابتولو او د خپل واک د ساتلو په موخه، پر هغه مبارزینو د پاکستان د ملاتړ تورونه لګول، چې عملاً له امریکايي او ناټو ښکېلاک سره د جګړې په ډګر کې په سختو مبارزو او جګړو بوخت وو.
دغه مبارزینو به شپه په غرونو او باغونو کې تېرول او ورځ به یې په لوږه او تنده کې سنګرونه ګرم ساتلي وو، خو دوی به د ښکېلاک تر توغ لاندې د کابل له ګرمو ماڼیو او دفترونو د امریکا او ناټو د قوماندانو ترڅنګ د دوی پر ضد فتواوې صادرولې او دوی یې په دې تورنول چې ګواکې پاکستانیان ورسره دي او د هغوی د ګټو لپاره جګړه کوي. مګر دوی یوه ورځ هم د خپلو دغه دروغ ادعاوو د ثبوت لپاره هېڅ شواهد هم وړاندې نه شو کړای. برعکس به دوی هر کله د پاکستان سفارت په مېلمستیاوو، مېلو او محفلونو کې ناست وو، له دوی سره به یې دود پتۍ خوړلې، هلته به ورته ځانګړي جشنونه او محفلونه جوړېدل، پیسې او امتیازات به ورکول کېدل او بیا به یې عکسونه او ثبتونه هم نشرېدل.
د دوی تورې، بدرنګې او پاکستاني ګټو ته ژمنې څهرې هغه وخت لا پسې روښانه شوې چې په تېرو څلورو کلونو کې له افغانستان څخه له تېښتې وروسته، بیا – بیا پاکستان ته سفرونه کوي، د پاکستان په ګټه او نیابت هر ځای خبرې کوي، پر افغانستان او سرپرست حکومت تور لګوي چې د پاکستان ضد ډلو ته یې ځای ورکړی او دغه ډول ډېرې نورې شعوري او غیر شعوري څرګندونې کوي چې ځان پکې پاکستان ته نږدې ښيي. د دې ټولو ترڅنګ کله هم چې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې له پاکستاني ځواکونو سره د افغان امنیتي ځواکونو نښته شوې، دوی عملاً د پاکستان پوځ او حکومت ملا تړلې او افغان لوری یې غندلی دی.
دوی اوس له د پاکستان او نورو له استخباراتي شبکو سره ښکاره او پټې اړیکې پالي، له هغوی سره په ګډه د داعش، مقاومت او نورو نیابتي ډلو په نوم بدنامه پروژې مخکې وړي او هڅه کوي چې له دې لارې افغانستان نا امن وښيي، له پاکستاني ادارو او استازو سره په ناستو کې دوی ته عملاً ژمنې ورکوي چې که ملاتړ یې وکړي، نو په افغانستان کې به د پاکستان ګټې هماغسې خوندي کړي چې د تېرې جمهوري دورې پر مهال یې خوندي کړې وې. هغه مهال هم پاکستاني حکومت د دوی په شتون کې له افغانستانه یو اړخیز امتیازات اخیستل، د هغه مهال د ملي امنیت ادارې ته پاکستاني جنرالان او مستنطقین راتلل او له پاکستاني طالبانو به یې اقرارونه اخیستل، هغه مهال دوی پاکستان ته اجازه ورکړه چې په یو اړخیره توګه پر ډیورنډ فرضي کرښه اغزن سیم وغځوي او دغه راز یې ډېر نور امتیازات هم په یو اړ خیز ډول ورکول.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.