Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»سیمه»محمد خراساني: بي‌اېل‌اې او بي‌اېل‌اېف د خپلو مشروع حقونو لپاره مبارزه کوي؛ دعوه او مبارزه یې سمه ده او زموږ د اهدافو پر وړاندې خنډ نه دي
    سیمه

    محمد خراساني: بي‌اېل‌اې او بي‌اېل‌اېف د خپلو مشروع حقونو لپاره مبارزه کوي؛ دعوه او مبارزه یې سمه ده او زموږ د اهدافو پر وړاندې خنډ نه دي

    صابر افغانصابر افغان7 مارچ 2025څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د پاکستاني طالبانو غورځنګ ویاند محمد خراساني له «اڼډس انلایسټ» ادارې سره په ځانګړې مرکه کې د بلوچستان ازادي غوښتونکو ډلو او په ځانګړي ډول د BLA او BLF وسله‌والو مبارزه مشروع بللې او په وینا یې: «دا ټول د خپلو مشروع حقونو لپاره مبارزه کوي او دا مهال چې دوی کومه دعوه لري او کومه وسله‌واله مبارزه کوي، هغه سمه ده او زموږ د اهدافو پر وړاندې خنډ نه بلکې ګټوره ده.»

    ښاغلي خراساني، د خبرو پر دوام ویلي، چې که دوی (پاکستاني طالبان) په بلوچستان کې واک ترلاسه کړي، نو له ټولو ډلو سره به د تفاهم له لارې ستونزې حل کړي.

    د پاکستاني طالبانو غورځنګ ویاند محمد خراساني، د کشمیر مسئلې، په ځانګړي ډول د کشمیر د وسله‌وال مقاومت په اړه د یاد غورځنګ د دریځ په اړه ویلي، چې یاده مسئله د وخت په تېرېدو سره لا پېچلې شوې او په وینا یې، د دې مسئلې په سر سوداګرۍ او معاملې له هیڅ چا څخه پټې نه دي.

    ښاغلي خراساني د خبرو پر دوام د کشمیر مسئله د کشمیري ولس د اختیار مسئله بللې او ویلي دي چې دوی به له حاکمیت وروسته د کشمیري قوم په خوښه او تفاهم سره د دې ستونزې د حل لاره غوره کړي.

    خراساني د یادې ادارې دې پوښتنې ته که هند پر پاکستان یرغل وکړي، نو په داسې حالت کې د پاکستاني طالبانو غورځنګ څه دریځ لري؟ په ځواب کې ویلي: «د هند او پاکستان ترمنځ چې څومره اختلافات او شخړې دي، دا د دواړو هېوادونو د مغرضو عناصرو له لوري د نړیوالو قوتونو د اهدافو لپاره رامنځته شوي او په وینا یې دا ستونزې د دواړو ملتونو او عامو خلکو ترمنځ هیڅ اصلي تړاو نه لري.»

    ښاغلي خراساني زیاته کړې، په دغو اختلافاتو او جګړو کې عام ولس او په ځانګړي ډول مسلمانان قرباني کېږي. ښاغلي خراساني ټینګار کړی چې د پاکستاني طالبانو غورځنګ د دواړو هېوادونو د هغو اقداماتو ملاتړ نه کوي چې د خپلو سیاسي او اقتصادي ګټو لپاره پر عام ولس ظلم وکړي.

    د یادونې وړ ده، چې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې د پاکستاني طالبانو غورځنګ وروستي پرمختګونه یاد غورځنګ ته د خلکو پام ور اړولی او د خلکو طمعې ورته ډېرې شوي چې د دوی په مرسته به خپلو اساسي او بنسټیزو حقونو ته ورسېږي.

    مخکینۍ مقالهمحمد خراساني: پوځي جنرالانو پر پاکستان پردۍ جګړې تحمیل کړي او له دې لارې یې د خلکو دین، عزت، او شتمنۍ ګواښلي
    راتلونکي مقاله د عبدالله بن مسعود رض د جګړه‌ییزو ګډو زده‌کړو له قومندانۍ څخه ۴۵۷ تنه سرتېري له مسلکي زده‌کړو فارغ شول

    مربوطه لیکنې

    پاکستاني پوځي رژيم سره د اوربند هوکړه کې هېڅ پټ ضمايم نشته

    22 اکتوبر 2025

    بي‌اېل‌اېف: وسله‌والو یې په یو کمین برید کې د پاکستان پوځي رژیم پنځه عسکر هلاک کړي

    21 اکتوبر 2025

    بلوڅ ازادي‌غوښتونکو په یو لړ بریدونو کې څلور پاکستاني عسکر هلاک کړي

    20 اکتوبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 22 اکتوبر 2025

    د ۳۱۳ مرکزي قول اردو له سلو تنو منسوبینو څخه د موټر چلونې عملي ازموینه واخیستل شوه

    د ۳۱۳ مرکزي قول اردو اړوند د درېیمې پلې لواء د قرارګاه او اړوندو جزوتامونو…

    زلمي خلیلزاد کابل کې له مولوي امیرخان متقي سره کتلي

    22 اکتوبر 2025

    د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ: نه‌ غواړم له پوتین سره بې‌ګټې لیدنه ولرم

    22 اکتوبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د ۳۱۳ مرکزي قول اردو له سلو تنو منسوبینو څخه د موټر چلونې عملي ازموینه واخیستل شوه

    22 اکتوبر 2025

    زلمي خلیلزاد کابل کې له مولوي امیرخان متقي سره کتلي

    22 اکتوبر 2025

    د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ: نه‌ غواړم له پوتین سره بې‌ګټې لیدنه ولرم

    22 اکتوبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،067 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،002 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،054 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.