د افغانستان سرپرست حکومت د خپل لزوم دید او داخلي عایداتو له مخې، د افغانستان په ملي بودیجه کې ځینې اصلاحات راوستي، ځینې غیر ضروري او یا هم لږ ضروري لګښتونه یې ضروري ځایونو او لومړیتوبونو ته سپمولي. په افغانستان کې د نوي سرپرست حکومت له راتګ راهیسې د افغانستان بودیجه ټوله پر خپلو داخلي عوایدو ولاړه ده او له هر ډول بهرنۍ مرستې پرته ترې د حکومت ټول معاشات او لګښتونه تامینېږي او دغه راز د پراختیايي پروژو چارو پرې سمبالېږي.
د شته ارقامو او شمېرو له مخې، د افغانستان اوسنی حکومت د خپلو داخلي عوایدو پر مټ یوازې نږدې یو نیم میلیون رسمي او قراردادي دولتي کارکوونکو ته میاشتني معاشونه اجرا کوي، د ټولو دولتي ادارو لګښتونه پرې کوي، دغه راز په هېواد کې د تېرو جګړو او ناخوالو له کبله سلګونو زرو یتیمانو، کونډو، معلولینو او د شهیدانو کورنیو ته هم د دوی میاشتني لګښتونه او مصارف ورکوي، دا ټول لګښتونه له داخلي سرچینو او له ګمرکونو په ترلاسه کېدونکو عوایدو تامینېږي.
له بهرني ملاتړ پرته او پر افغانستان د ظالمانه بندیزونو په شتون کې دا رښتیا هم ستره لاسته راوړنه او ستر کار دی، په داسې حال کې چې په تېر جمهوريت کې چې د دولتي کارکوونکو شمېر هم تر اوسني شمېر ډېر کم و او دغه راز دوی له داخلي عوایدو هېڅ پراختیايي پروژه هم پرمخ نه وړله، له پراخو بهرنیو مرستو سره سره، بیا هم په دې نه توانېدل چې پر وخت د دولتي کسانو معاشونه اجرا کړي.
سرپرست حکومت که اوس د خپلو لګښتونو، بودیجې او معاشونو د کنټرول او تنظیم په موخه د اصلاح هر ګام اخلي، باید هرکلی یې وشي، په ځانګړې توګه کله چې له ډېرو معاشونو په څېر له ځینې غیر ضروري او یا لږ ضروري ځایونو، مصارفو او یا نورو لګښتونو پیسې راسپمول کېږي او په مقابل کې یې په ډېرو ضروري او لومړیتوب لرونکو ځایونو کې تشې پرې ډکېږي. د حکومت په نوې بودیجه کې ډېر تمرکز پر امنیتي سکټور او دغه راز پراختیايي پروژو دی، چې له شک پرته دا دواړه برخې په منځمهال او اوږدمهال کې د هېواد د پیاوړتیا او د ملي بودیجې او عوایدو د بډاینې سبب کېږي.
د ټاپي، قوش تېپې، کاسا زر، د اوبو د بندونو، د لویو لارو او سړکونو د جوړولو په څېر سترې پروژې ډېرو پیسو ته اړتیا لري، چې دا کار تېرو حکومتونو د پراخو بهرنیو مرستو په شتون کې هم نه و کړی، خو اوسنی حکومت یې له پراخو محدودیتونو او بندیزونو سره سره له داخلي عوایدو چلوي، نو اوس که له غیرې ضروري یا لږ ضروري معاش او نورو لګښتونو دا پیسې را اخیستل کېږي او پر هغو سترو پروژو لګول کېږي، چې بیا به هر کال د هماغو پروژو له برکته د هېواد ملي بودیجې ته سلګونه میلیونه ډالر عواید راځي، نو ولې یې باید ملاتړ ونه شي.
پر دغو سترو او پراختیايي پروژو سربېره، ډېر نور داسې ځایونه هم شته د اوسنیو اصلاحاتو په نتیجه کې ورته د بېلو شویو او سپما شویو پیسو له برکته به په راتلونکي ملي بودیجه لا پسې پیاوړې، مستقله او پر خپلو پښو ولاړه وساتي او افغانستان به د نړیوالو ظالمانه بندیزونو له کبله له اوسني بحراني اقتصادي حالته وباسي. ښه ده چې د دغه ډول مسایلو پر اوږدمهاله ګټو تمرکز وشي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.