
د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین پرون د مارچ په ۲۲ مه په خپله يوه وينا کې په لوېديځ په تېره بيا په امریکا توندې نيوکې کړي او خبرداری یې ورکړی چې د روسیې ځواک او قوت د دوی له تصوره وتلې خبره ده.
پوتين زياته کړې، چې د ناټو او اروپايي هېوادونو په غونډو کې د روسیې پر وړاندې د جګړې غږونه کېږي او دا کومه نوې خبره نه ده؛ خو په وينا یې له روسیې سره جګړه کول د ټولې نړۍ د پای معنا لري.
نوموړي همدا راز لوېديځ ته په اشارې زياته کړې چې روسيه يرغلګر هېواد نه دی او تل یې له ځانه دفاع کړې خو که څوک یې پر وړاندې جګړه پيلوي نو خورا چټک او ويجاړوونکی ځواب به ورکړي.
پوتين د روسيې د ځواک په اړه ويلي«تاسې د روسیې د ځواک او وړتیاوو په اړه هیڅ نه پوهېږئ هغه څه چې تاسو په اوکراین کې لیدلي دي، زموږ د وړتیاوو یوازې یوه کوچنۍ برخه ده».
پوتين دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د اوکراين جګړې په اړه د امريکا او روسیې ترمنځ د سولې خبرې اترې حساس پړاو ته رسېدلي او تمه کېږي دا جګړه ډېر ژر پای ته ورسېږي.