Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»راز»پاکستان ته د محمد محقق د پټ سفر او په اړه یې ترلاسه شوي جزئيات – دوهم تعقيب
    راز

    پاکستان ته د محمد محقق د پټ سفر او په اړه یې ترلاسه شوي جزئيات – دوهم تعقيب

    صابر افغانصابر افغان29 مارچ 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    هندوکش غږ د خپلو منابعو څخه په تازه لاسته راغلو معلوماتو کې موندلې چې پاکستان ته نږدې دوه اونۍ وړاندې د محقق سفر د پاکستاني استخباراتو په غوښتنه، د نوموړي د زوم ډاکتر حسين ياسا لخوا چې د پاکستان د استخباراتي ادارې(آی ایس آی) رسمي غړيتوب او د آی ایس آی ادارې ته د جاسوسۍ يوه اوږده سابقه لري، تنظيم شوی و.

    ډاکتر حسين ياسا نږدې ۱۳ کاله وړاندې د تېر جمهوريت د ملي امنيت ادارې له لوري د پاکستان سفارت ته د زيات تګ راتګ او آی ايس آی ته د جاسوسۍ په تور په داسې حال کې ونيول شو، چې په کابل ښار انټرکانټننټال هوټل کې د پاکستاني استخباراتو (د پاکستان سفارت د‌ استخباراتو له مسؤول) سره له پټ ملاقات وروسته را بهر شوی و، خو هغه مهال چې په جمهوريت کې پاکستاني آی ایس آی پراخ نفوذ درلود؛ د سختو فشارونو په نتيجه کې نږدې له ۴۸ ساعته توقيف وروسته په دې بهانه بيرته آزاد کړل شو چې ګواکې د شکر مريضي لري او په ضمانت خوشي شوی، خو په حقيقت کې نوموړی په کابل کې د پاکستان سفارت د مستقيمې مداخلې په نتيجه کې بيرته آزاد کړل شو.

    هغه مهال محقق هم د نوموړي د نيول کيدو په وجه د وخت په حکومت او ملي امنيت باندې سختې نيوکې کړې وې او ملي امنيت يې په دې تورن کړی و چې د ياسا د نیولو لپاره هيڅ ډول قانوني جواز نه لري.

    ياسا د پاکستان تابعيت (شناخت کارت) او د پاکستان په استخباراتي اداره(آی ایس آی) کې د ډګروالۍ معادل رتبه لري، د نوموړي يو ورور هم د پاکستان په فوځ کې د جنرالۍ رتبه لري.

    هندوکش غږ دا نه شي تائيدولی چې ډاکتر ياسا په دې سفر کې له محقق سره ملګری و او که نه؟ خو د ياسا له لوري د دې سفر تنظيمول د دې ښکارندويي کوي چې محقق په کامله معنی د پاکستاني استخباراتو په لمنه کې ځان اچولی دی.

    د یادونې وړ ده چې په تير جمهوريت کې د ملي امنیت له لوري د پاکستاني استخباراتو لپاره د جاسوسۍ په تور نيونې او بيا د سختو فشارونو له امله د بيرته خوشي کولو زياتې بيلګې شته چې ځينې يې وخت په وخت د تير ملي امنيت د چارواکو له لوري افشا شوې هم دي، چې وروستۍ هغه يې د ملي امنيت د رئيس رحمت الله نبيل له لوري افشا شوه کوم چې د پاکستان يو جاسوس د اشرف غني او حنيف اتمر د سختو فشارونو له امله بيرته آزاد کړل شو.

    هېره دې نه وي چې ډاکتر حسين ياسا اوس مهال د محقق په مشرۍ د وحدت ګوند غړی او د ملي مقاومت په نوم د شوری رسمي وياند هم دی، چې دا په افغانستان کې د سرپرست حکومت په بهر مېشتو مخالفينو کې د بهرنيو استخباراتو په ځانګړي ډول د پاکستاني استخباراتو پراخ نفوذ ښيي.

    مخکینۍ مقالهالمسیره خبري شبکه: امریکا په یوه ورځ پر یمن ۷۲ هوایي بریدونه کړي
    راتلونکي مقاله د میانمار حکومت: میانمار کې د زلزلې له امله د مړو او ټپیانو شمېر له ۳۰۰۰ تنو واوښت

    مربوطه لیکنې

    د اکرام الدین سریع د قتل پټ او نا‌څرګند حقایق؛ ولې او څنګه ووژل شو؟

    30 دسمبر 2025

    د مخالفو ډلو خونړۍ سیالي؛ د سریع له وژنې وروسته څه روان دي؟

    28 دسمبر 2025

    د اسلام آباد غونډه؛ خپل‌منځي اختلافاتو مقاومت شوری پاشل کېدو ته نږدې کړې

    9 سپتمبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 28 جنوري 2026

    د ملګرو ملتونو د سر منشي مرستیاله: د امریکا د مرستو کمېدل افغانستان کې د دوی پر چارو اغېز نه‌لري

    د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې روزماري ډیکارلو ویلي، د امریکا د مرستو کمېدل په…

    محمد بن سلمان پزشکيان ته ډاډ ورکړی چې له خپلې فضا او خاورې څخه پر ايران د بريد اجازه نه ورکوي

    28 جنوري 2026

    د بريټانیا لومړی وزیر په درې ورځني سفر چین ته رسیدلی

    28 جنوري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د ملګرو ملتونو د سر منشي مرستیاله: د امریکا د مرستو کمېدل افغانستان کې د دوی پر چارو اغېز نه‌لري

    28 جنوري 2026

    محمد بن سلمان پزشکيان ته ډاډ ورکړی چې له خپلې فضا او خاورې څخه پر ايران د بريد اجازه نه ورکوي

    28 جنوري 2026

    د بريټانیا لومړی وزیر په درې ورځني سفر چین ته رسیدلی

    28 جنوري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،104 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،053 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،115 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.