Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»له بغاوت کوونکو سره د مبارزې لارې چارې
    تورې څېرې

    له بغاوت کوونکو سره د مبارزې لارې چارې

    صابر افغانصابر افغان2 اپریل 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    دويمه برخه

    معرفت‌پېژندنه

    د بغاوت کوونکو له ناوړه پدیدې سره د مبارزې لومړۍ مرحله معرفت‌پېژندنه ده. د معرفت‌پېژندنې معنی د اوسنیو بغاوت کوونکو له جوړښت او هستې څخه خبرېدل او د سرپرست حکومت پر وړاندې د دسیسو او توطیو د جوړولو په اړه د هغوی د تشکیلاتو او تنظیمونو په اړه مهم او څرګند معلومات ترلاسه کول دي.

    مسلماً تر هغه وخته چې د مقابل لوري د سنګر نیوونکو او د پټو سیالانو په اړه پېژندګلوي نه وي او اصلاً یو مشخص او واضح انځور موجود نه وي، دا داسې ده لکه څوک چې یواځې هوايي ډزې کوي او د خپلې وسلې میل د تیارې په لوري نیسي او د هدف ویشتلو لپاره یې تنظیموي.

    نو کله چې موږ غواړو له یوې پدیدې سره مبارزه وکړو او ریښې یې له بیخه وباسو او د وطن خاوره د هغوی له وجود څخه پاکه کړو، د پیل لپاره تر ټولو غوره او لومړنۍ مرحله د هغوی پېژندنه ده.

    په ځانګړې توګه د هغو کسانو پېژندنه چې پخوا د واک په ګرم مرکز کې د قوماندې پر څوکۍ ناست وو، خو اوس له دندو ګوښه شوي او په زړونو کې یې عقده او کینه ده او د بېرته راستنېدو لپاره هر ډول بها ورکولو ته چمتو دي.

    اوس بغاوت‌کوونکو په بله بڼه فعالیت پیل کړی دی او د نورو د څهرې د بدولو او د خپلې څهرې د سپینولو لپاره له هرې کمزورې موقع څخه پوره ګټه اخلي، خو بې خبره له دې چې په دې قبر کې مړی نشته او دا چینه له پاسه وچه شوې ده او هره هڅه به یې ناکامه شي.

    د دې دوکه‌بازې او چل‌بازې ډلې د پېژندلو لپاره استخباراتي کارونو ته اړتیا ده او باید جلا ټیمونه جوړ شي؛ ځکه چې د جګړې په دې اوږدو کلونو کې د هغوی ښکاره کړنو د دوی خیانت او دوکې پټې نه دي پرې ایښي او د دوی ککړ لاسونه ښکاره شوي دي، په اسانۍ سره کېدای شي چې د پلټنې او څېړنې له لارې ملموسو او واقعي پایلو ته ورسېږو.

    بیا هم، کله چې دا ډله په نوې تګلاره او نویو تاکتیکونو سره میدان ته راغلې ده او د نورو د حیثیت خرابول غواړي، نو اړتیا ده چې د دوی په اړه یو طرزالعمل په لاس کې واخیستل شي.

    باید له سره هڅه وشي او تر څومره ځایه چې کېدای شي د دوی حرکات وڅارل شي. د هغوی د ټولو پټو او ښکاره فعالیتونو په مقابل کې کره کتنه او نقد ولیکل شي او د هغوی د څهرې او نیت پټې زاویې بربنډې کړل شي.

    نو کېدای شي داسې ووایو چې په دې محفل کې د ګام اخیستلو لومړی ګام له هغو لارو ننوتل دي چې د هغوی د کارونو د څرنګوالي په اړه کافي معلومات په لاس راکړي او د معلوماتو ترلاسه کولو لارې پرانیزي.

    د معرفت‌پېژندنې لپاره هم ډېرې لارې او طریقې شته او په دې برخه کې په دولتي او ملي آرشیفونو کې کافي سرچینې موندل کېږي. یوازې وخت ورکولو، تفکیک کولو او خالص کولو ته اړتیا ده، ترڅو په پایله کې د بغاوت کوونکو د هویت په اړه یوه لنډیزه، بې له کمښت څخه ټولو ته ښکاره کړي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد روسیې د بهرنیو چارو وزیر له خپل چینایي سیال سره د ایران د اټومي پروګرام په اړه خبرې کړي
    راتلونکي مقاله د نړۍ په اقتصاد د اټوم بم کارونه؛ ټرمپ د افغانستان په ګډون نږدې د ټولې نړۍ په هېوادونو تعرفې ولګولې

    مربوطه لیکنې

    د امرالله صالح مرموزه څهره او د امریکا په اړه متزلزل دریځونه

    23 جون 2025

    د ښځو له نامه د مقاومت جبهې ګټه اخیستنه؛ د فرانسې د پرېکړه‌لیک تر شا څه دي؟

    22 جون 2025

    د احمد مسعود سمبولیکې لیدنې، بهرنی ملاتړ او په وړاندې یې ننګونې

    21 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 23 جون 2025

    اسرائیلي رژیم د ایران پر فردو اټومي تاسیساتو او اوین زندان هوایي بریدونه کړي

    د نړیوالو رسنیو د راپورونو له‌مخې، پر ایران د صهیونیستي رژیم په تازه بریدونو کې…

    د ایران انټرنشنل خبریال مهدوي شایسته موساد ته د جاسوسۍ په تور په دار وځړول شو

    23 جون 2025

    شمالي کوریا د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا برید غندلی

    23 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    اسرائیلي رژیم د ایران پر فردو اټومي تاسیساتو او اوین زندان هوایي بریدونه کړي

    23 جون 2025

    د ایران انټرنشنل خبریال مهدوي شایسته موساد ته د جاسوسۍ په تور په دار وځړول شو

    23 جون 2025

    شمالي کوریا د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا برید غندلی

    23 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.