د سعادت د مرګ په اړه زاویه نیوز خپل دروغجن خبر وروسته له هغې حذف کړ، چې هندوکش غږ یې د ژوندون ويډیو خپره کړه.
سعادت نومي ځوان چې زاویه نیوز یې نن په دروغو د مرګ خبر خپور کړی و، څو شېبې وړاندې په یوه ویډیو کې راښکاره شو او پر یادې رسنۍ یې د ناسمو خبرونو د نشر له کبله توندې نیوکې وکړې، تر دې ویډیو وروسته، یادې رسنۍ هم خپل پوسټ له ټولنیزو پاڼو حذف کړ.