شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp تهران ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی، چې ایران په تېرو ۱۱ میاشتو کې افغانستان ته د ۲.۲ میلیارد ډالرو په ارزښت غیرنفتي توکي صادر کړي دي. د سرچينې په خبره، د ایران د ګمرکونو ادارې مشر فرود عسکري ویلي، چې افغانستان په یاده موده کې د ایران لپاره پنځم لوی صادارتي هېواد و. یادې ورځپاڼې په خپل راپور کې لیکلي، چې ایران دا توکي د ۲۰۲۴ کال د مارچ له ۲۰مې د ۲۰۲۵ کال د فبروري تر ۱۸مې نېټې د ۱۱ میاشتو په موده کې افغانستان ته صادر کړي دي. تهران ټایمز په خپل راپور کې زیاتوي، چې افغانستان د خپل اړتیا وړ له ۸۰ سلنې ډیر توکي له بهر واردوي او د دغو وارداتو ۲۵ سلنه له ایران تأمینږي. ورځپاڼه زیاتوي، چې افغانستان له ایران د خوراکي موادو، تېلو، درملو، طبي وسایلو او ساختماني وسایلو په څیګېر مهم توکې واردوي.
د فارس خليج يو شمېر هېوادونو په يوه ګډ پيغام کې د ايران پر ضد د بريدونو د بيا پيل ملاتړ کړی14 جولای 2026
د ایران د پارلمان د ملي امنیت کمېسیون مشر، ابراهيم عزيزي: له تشو شعارونو او ګواښونو تېر شئ، د خپلو ځاني او مالي زیانونو اصلي شمېرې خپرې کړئ14 جولای 2026