د بلوچستان ایالت له قلعه سيفالله ولسوالۍ څخه ځایي سرچینو هندوکشغږ ته ویلي چې، د پاکستاني طالبانو غورځنګ ځواکونو په یادې ولسوالۍ کې د یو هدفي برید په ترڅ کې د ليويز پوليسو يو کارمند اسحاق خان مېرزی په نښه او هلاکت ته رسولی دی.
پاکستاني ځایي چارواکو تر دې مهاله د یاد پولیس سرتېري د هلاکت په اړه څرګندونې نه دي کړي.
د یادونې وړ ده چې، پاکستاني طالبانو په دې سربېره نن ورځ په خیبر پښتونخوا کې هم پر پوځ او پولیسو مرګوني بریدونه ترسره کړي دي.